د سرود کډه يې ليږدې، د مستيو وچکالي ده
د شاعر د خيال لمنه، له سندرو نه خالي ده

بيا يې غيږه کې رانه وړل، د رامبيل چامبيل گلونه
سږ کال هم په موږه خوارو، ټنده گونځې د پسرلي ده

د نارنج د گل ميله ده، د بارودو په وطن کې
له شهيدو گلغوټيو غيږه ډکه د مالي ده

دمه ځای يې زړه کې نه شته، د کاروان د لارويو
په خنجر د ليچو راغله، نن حسينه جلالي ده

١٩٩٨/٤/٦