ښکلو پسې زړه مې سحر وتی دی
هم مې له ليمو نه نظر وتی دی

واړه ارمانونه به مې ووژني
نن دې د بڼو چې لښکر وتی دی

ستا د ماشوم غم تپوس مې زړه کوو
ما وی چيرته نه ځي بهر وتی دی

هغه دنگ چنار کلي کې نه شته دی
غشی تر سينې د نښتر وتی دی

”بازه“ پسې والوزه وار مه کوه
گورې نه صحرا ته کوتر وتی دی
١٩٩٨/٤/٤