چې شبنم بوسه له مخه د گل واخلي
تصور مې رنگيني د غزل واخلي
د ديدن تنده کې هومره ټکنی کړي
چې له ډېرې بې صبرۍ نه مې جل واخلي
په اسانه به يې خلاص نه کړې جانانه
که د مينې تار مو يو ځلې ول واخلي
ښاماران يې چې په څانگو مستي وکړي
له ترخو نه خواږه څنگه صندل واخلي؟
بې له شکه هغه شپه به وي د قدر
چې سپوږمۍ ستاد رخسار ځنې ځل واخلي
١٩٩٧/٣/٢
12.11.2007
- baz
د غم ماښام په مازديگر راغیخدايه څه تندر په گودر راغی
د بورو شور په هديره کې و جوړچاته راته ويلې چې اختر راغی
زما د قتل اراده يې کړېجانان د ليچو په خنجر راغی
د زړه پر ځمکه کرونده پخويښکلی په شان لکه د لمر راغی
د خيال وزر مې ستا په مينه خور شوسروش د شعر مې په هنر راغی...
12.11.2007
- baz
ښکلو پسې زړه مې سحر وتی دیهم مې له ليمو نه نظر وتی دی
واړه ارمانونه به مې ووژنينن دې د بڼو چې لښکر وتی دی
ستا د ماشوم غم تپوس مې زړه کووما وی چيرته نه ځي بهر وتی دی
هغه دنگ چنار کلي کې نه شته دیغشی تر سينې د نښتر وتی دی
”بازه“ پسې والوزه وار مه کوهگورې نه صحرا ته کوتر وتی دی١٩٩٨/٤/٤...