د غم ماښام په مازديگر راغی
خدايه څه تندر په گودر راغی

د بورو شور په هديره کې و جوړ
چاته راته ويلې چې اختر راغی

زما د قتل اراده يې کړې
جانان د ليچو په خنجر راغی

د زړه پر ځمکه کرونده پخوي
ښکلی په شان لکه د لمر راغی

د خيال وزر مې ستا په مينه خور شو
سروش د شعر مې په هنر راغی