څه په نشيب څه په فراز روان دی
زړه مې د کوم ښکلي په ناز روان دی

په کوم پړاو به چاته ځان وسپړي
راسره سم د مينې راز روان دی

روح مې سندرې په اوږو بار کړي
د سُر او لی ورپسې ساز روان دی

چې کوم شاعر به ترې الهام  واخلي
ښکلې په څه ښکلي انداز روان دی

چيرته به خپل مرام ته ورسيږي
ځي په کوترې پسې ” باز“ روان دی

١٩٩٧/٣/١٣