د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
ستا له نظره چې نظر اخلملکه سپوږمۍ رڼا له لمر اخلم د ديدن خوند په مازيگر اخلمد هجر داغ دې په ځيگر اخلم مست ليونی دې په کوڅه درغلمستا د در کاڼي به په سر اخلم لکه فرهاد ستا په شيرينه مينهپه اجاره دې آشنا غر اخلم د سباوون د سپيده دم سر سمد دوران غم په هر سحر اخلم د غزل توري دې د مخ خالونهجانانه زه ترينه اثر اخلم
غزل
ته خو به لاړ شې ستا تصوير مې له نظر نه ځيجانانه ستا ياد مې د څړيکو له پرهره نه ځي ما مې د زړه په شش محل د ښکلي نوم ليکلیپه هر ساه کې ځي راځي خو له ځيگره نه ځي د گل په غيږه کې اوسيږي خو آرام نه لريد پرخې مينه ازلي ده چې له لمره نه ځي موږه د خپل آرمان په څلي باندې ډېر وژړلخو دا ناسازې لا د وخت له ستمگره نه ځي اوس نه بنگړي ماتيږي، نه د پيغلو جونو منگياوس هغه شور زموږ د کلي له گودره نه ځي
غزل
جانان مې داسې په ځيگر وي غلیلکه ليمو کې چې نظر وي غلی ستا د راتلو په انتظار انتظارداسې ولاړ يم لکه غر وي غلی خود به منگی دا ستا په سر ماتويچې ليونی دې په گورد وي غلی ستا د وصال روژه په خوله پاتې شومد يتيمانو خو اختر وي غلی زما په غم داسې جانان وي غلیلکه د بر په غم چې لر وي غلی
غزل
ستا التفات مې کړي نظر په ځمکهباڼه مې لگي د ځيگر په ځمکه چې مې سبا آرمان په دار ځړويهرگز دې رانه شي سحر په ځمکه اوښکو ثمر به ترينه څه واخلمهتاسې خو کړی د غم کر په ځمکه روح به مې خاورې سره مينه لريچې راته خوب راځې اکثر په ځمکه *تر هندوستانه يې شغلې خورې ديداسې روښان و لکه لمر په ځمکه هغه چې تل يې تخيل سروش واوس اوس اوده شو د خيبر په
غزل
پر تخيل چې مې انځور نه شيها دې زما د سترگو تور نه شي چې تقدس په ليمو پور نه شيمئينه مينه خو په زور نه شي چې مې مزل ستا تر منزله رسيزما قدم دې په بل لور نه شي د زړه پر وران کابل مې څه له راځېپه کنډوالو کې آرام نور نه شي چيرته چې زړونو کې الفت اوسيږيهلته کې ژوند په شر و شور نه
غزل
مينه کې رقيب منمگل سره خار خوند کوي تل په اضطراب کې ويزړه ناکرار خوند کوي وي چې منصوري جذبېژوند خو په دار خوند کوي ستا له التفات نه زارگوره نگار خوند کوي تا وې ژوند به وبايلېما وې قيمار خوند کوي
غزل
ستا چې ليمو کې نظر غلی ښکاريما ته زما د مينې څلی ښکاري قدم قدم يې ښکلومه خاورېپر دغې لار مې جانان تللی ښکاري زه د ساده حسن ساده مئين يمساده چې وگوري لا ښکلی ښکاري يوه شيبه چې په کې نه وي جانانخاورې ايرې مې د زړه کلی ښکاري چې کومې لارې د جانان لارې ديعابد پر هغې لارې پلی ښکاري
غزل
گله چې ستا پر مخ راښکون خور شي ښکلا خوره شيزما د زړه د هر ارمان په تن کې ساه خوره شي چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وگورماحساس مې وبوږني پر ذهن مې رڼا خوره شي ذرې ذرې پلوشې مستې مستې وځليږيچې د سحر په افق سترگه د سبا خوره شي د تصور فضا مې ټوله سندريزه ښکاري
غزل
ستا نه لوگې ستا له نظره لوگیلکه چې پرخه شي له لمره لوگی نن خو دا تنده ماتومه ساقيتوبه مې شه ستا له ساغره لوگی د جانان غم په ښادۍ نه ورکومدې عاشورا نه شه اختره لوگی د کوم شپونکي کوډلې اور اخيستی؟هلته چې وختو له غره لوگی په کې حمزه غوندې هستي اوسيدهعابده ځان کړه له خيبره لوگی
غزل
لا د عدم په غيږ کې پروت وم چې شرر دې راکړکالبوت د مينې ته اشنا د روح وزر دې راکړ زما معصومې ارزو سترگې لا پرانيستې نه وېلا مې کتلي درته نه و چې نظر دې راکړ ما د ساحل په لويه لاره کې ستا لار څارلهد ژوند بيړۍ دې راته کړه سمندر دې راکړ د زړه پر باغ مې ميلمنه شوې د جمال پرښت
غزل
گلونه وشينده پسرليه لر او بر په سيمهغوټۍ غوټۍ په غوړيدو شه د دلبر په سيمه د نظرونو په تارونو التفات د مينېټوله فضا شي سندريزه د نظر په سيمه راځه چې نن د رقيب مخکې يو له بله زار شوخور چې زما او ستا د مينې شي خبر په سيمه يوه حيا داره پښتنه وه بې اسرې ملگرووه غريو نيولی چې راتلله د خيبر په سيمه
غزل
ستړی ستړی ريز مريز يم، د ژوندون په گرانه لارهلکه غږ وي چا ته شوی، د جنون په گرانه لاره د وجود په ملکيت مې، د خونريز لښکر قبضه دههر احساس زخمي زخمي دی، د بدلون په گرانه لاره دا منزل مو ناتمام دی، دغه هيلي سرابي ديد ناياب سفر په لوري، د گردون په گرانه لاره قافله د پښتنو ده، د دې دور بې سالاره
غزل
څڅوب د مينې مې هر دم د زړه له بام پريوځيلکه چې څاڅکی څاڅکی مۍ له سوري جام پريوځي د محبت د ازموينې دې دستور ته گورهچې درنې هيلي مې ستا پښو ته له ناکام پريوځي تيارې خو ښې دي د رڼا ترينه اميد کيدای شيپر سپين رخسار چې تاوې زلفې لکه لام پريوځي داسې محفل کې به مينا په گډيدو نه راځي؟
غزل
په تصور چې مې دلبر خور شيلکه يلدا کې چې سحر خور شي چې په ښکلوکو مې نظر خور شيخاطر مې ستا د زړه پر سر خور شي پالي زمونږه پال چپه ليدلیخير يادوو خو راته شر خور شي باگرامه * ستا په سندريزه سيمهسروش د شعر راشي اثر خور شي ديدار دې هسې پر عابد ولگيلکه پر ستورو چې قمر خور شي باگرام د پيښور زوړ نوم دی
غزل
زما عشق او ستا ارمان غاړه غړۍلکه وي چې ټول جهان غاړه غړۍ احساسات مې په حالاتو ژړا کاندياوښکې، وينې او چشمان غاړه غړۍ دا هم وخت دی چې پر ما باندې تيريږيزما ژوند او ستا هجران غاړه غړۍ هغه هم راته ياديږي د زړه سرهچې به سيل ته وو روان غاړه غړۍ دې ته هم مې د اميد سترگې په لار ديبيا عابد شي او جانان غاړه غړۍ
غزل
(( د شفق په حنا سره کړل د فطرت ناوې لاسونه)) *بيا ساقي ورته تيار کړل د کوثرو ډک جامونه طلايي وړانگې خورې شوې د اسمان په کنارو کېطبيعت دی بوږنيدلی د مستۍ وايي رازونه د ماضي په تورو لارو د روښان سفر منزل دیمستقبل د حال په ژبه د خوښۍ کړي اوازونه تخيل چې افاقي شي انسان ووځي له هستۍ نهد نيستۍ هسې مقام کې يې حاصل شي مقامونه دی قدرت په کائيناتو مهربان دومره عابدهد سپرلي تازه هوا ده پرې تازه شول دماغونه * پورتنی نيم بيتی د حمزه بابا( رح ) دی
غزل
جلوې وې ستا د حسن طبيعت يې بوږناوهارمان چې زما سترگو د ليدو توان نه لاره جذبه د مينوشۍ لا خوره نه وه په مخفل کې ساقي چې به هر کس په سترگو سترگو کې څاره ستا غم ته يې د زړه کورکې ځای ورکړلو دلبرهپښتون و زما عشق د پښتنو پت يې پاله (( هر څو که د هجران ځينې وصال زرغونه کيږيدهقان د ازل کاش چې دغه تخم نه کاره))* ما وی گنې عابد يې روان
غزل
زما قدم چې د وصال تر کوره ونه رسيد يار ښکلا دې د کمال تر کوره ونه رسي چې پرې زما د اميدونو ستوري ونه بريښيد رخسار خط دې د هلال تر کوره ونه رسي چې بوږنيدلي احساسات مې نيمه خوا پاتې کړيستا مرتبه دې د جلال تر کوره ونه رسي چې دې منگی ما سره لوبو کې مات شوی نه ويستا سوال زاري دې د کلال تر کوره ونه رسي ملگرو بڼ کې به گلونه د غزل وکريد عابد خيال که د زوال
غزل
پرخه د سحر چې د ازغو په څوکو وزانگياوښکې مې ډيوې شي د بڼو په څوکو وزانگي دا د زړه کنډول به ورته ډک له ارمانونو وړميار ته چې د عشق د منارو په څوکو وزانگي ډک د تخيل د رنگينيو فطرتي غزلپريږده چې جانان ته د بارخو په څوکو وزانگي طمعه د عابد لا په زړگي کې هسې طمعه شي
غزل
دا چې زه يې سره لمبه کړم، آتشي جمال د چا و؟ابدي فراق يې راکړ، د يوې شپې وصال د چاو؟ زنـــگيدمه،تــــاويـــــدمه دپريـــــشانه زلـــــفوټال کــــې اوس چې خاورو کې لغړيږم، ها رنگينه خيال د چاو؟ زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرلهخو کوزه يې د جومات کړم، په لمسون کلال د چا و؟ د هستۍ په ښاريه کې د