(( د شفق په حنا سره کړل د فطرت ناوې لاسونه)) *
بيا ساقي ورته تيار کړل د کوثرو ډک جامونه

طلايي وړانگې خورې شوې د اسمان په کنارو کې
طبيعت دی بوږنيدلی د مستۍ وايي رازونه

د ماضي په تورو لارو د روښان سفر منزل دی
مستقبل د حال په ژبه د خوښۍ کړي اوازونه

تخيل چې افاقي شي انسان ووځي له هستۍ نه
د نيستۍ هسې مقام کې يې حاصل شي مقامونه

دی قدرت په کائيناتو مهربان دومره عابده
د سپرلي تازه هوا ده پرې تازه شول دماغونه

* پورتنی نيم بيتی د حمزه بابا( رح ) دی