زما عشق او ستا ارمان غاړه غړۍ
لکه وي چې ټول جهان غاړه غړۍ
احساسات مې په حالاتو ژړا کاندي
اوښکې، وينې او چشمان غاړه غړۍ
دا هم وخت دی چې پر ما باندې تيريږي
زما ژوند او ستا هجران غاړه غړۍ
هغه هم راته ياديږي د زړه سره
چې به سيل ته وو روان غاړه غړۍ
دې ته هم مې د اميد سترگې په لار دي
بيا عابد شي او جانان غاړه غړۍ
11.11.2007
- baz
(( د شفق په حنا سره کړل د فطرت ناوې لاسونه)) *بيا ساقي ورته تيار کړل د کوثرو ډک جامونه
طلايي وړانگې خورې شوې د اسمان په کنارو کېطبيعت دی بوږنيدلی د مستۍ وايي رازونه
د ماضي په تورو لارو د روښان سفر منزل دیمستقبل د حال په ژبه د خوښۍ کړي اوازونه
تخيل چې افاقي شي انسان ووځي له هستۍ نهد نيستۍ هسې مقام کې يې حاصل شي مقامونه
دی قدرت په کائيناتو مهربان دومره عابدهد سپرلي تازه هوا ده پرې تازه شول دماغونه
* پورتنی نيم بيتی د حمزه بابا( رح ) دی...
11.11.2007
- baz
په تصور چې مې دلبر خور شيلکه يلدا کې چې سحر خور شي
چې په ښکلوکو مې نظر خور شيخاطر مې ستا د زړه پر سر خور شي
پالي زمونږه پال چپه ليدلیخير يادوو خو راته شر خور شي
باگرامه * ستا په سندريزه سيمهسروش د شعر راشي اثر خور شي
ديدار دې هسې پر عابد ولگيلکه پر ستورو چې قمر خور شي
باگرام د پيښور زوړ نوم دی...