په تصور چې مې دلبر خور شي
لکه يلدا کې چې سحر خور شي
چې په ښکلوکو مې نظر خور شي
خاطر مې ستا د زړه پر سر خور شي
پالي زمونږه پال چپه ليدلی
خير يادوو خو راته شر خور شي
باگرامه * ستا په سندريزه سيمه
سروش د شعر راشي اثر خور شي
ديدار دې هسې پر عابد ولگي
لکه پر ستورو چې قمر خور شي
باگرام د پيښور زوړ نوم دی
11.11.2007
- baz
زما عشق او ستا ارمان غاړه غړۍلکه وي چې ټول جهان غاړه غړۍ
احساسات مې په حالاتو ژړا کاندياوښکې، وينې او چشمان غاړه غړۍ
دا هم وخت دی چې پر ما باندې تيريږيزما ژوند او ستا هجران غاړه غړۍ
هغه هم راته ياديږي د زړه سرهچې به سيل ته وو روان غاړه غړۍ
دې ته هم مې د اميد سترگې په لار ديبيا عابد شي او جانان غاړه غړۍ...
11.11.2007
- baz
څڅوب د مينې مې هر دم د زړه له بام پريوځيلکه چې څاڅکی څاڅکی مۍ له سوري جام پريوځي
د محبت د ازموينې دې دستور ته گورهچې درنې هيلي مې ستا پښو ته له ناکام پريوځي
تيارې خو ښې دي د رڼا ترينه اميد کيدای شيپر سپين رخسار چې تاوې زلفې لکه لام پريوځي
داسې محفل کې به مينا په گډيدو نه راځي؟...