څڅوب د مينې مې هر دم د زړه له بام پريوځي
لکه چې څاڅکی څاڅکی مۍ له سوري جام پريوځي

د محبت د ازموينې دې دستور ته گوره
چې درنې هيلي مې ستا پښو ته له ناکام پريوځي

تيارې خو ښې دي د رڼا ترينه اميد کيدای شي
پر سپين رخسار چې تاوې زلفې لکه لام پريوځي

داسې محفل کې به مينا په گډيدو نه راځي؟!
چې د ساقي د سترگو ست په خاص و عام پريوځي

تقسيم د ميوو د ی چې کيږي د آدم په بچو
په داسې حال کې هم عابد د چا له پام پريوځي