ستړی ستړی ريز مريز يم، د ژوندون په گرانه لاره
لکه غږ وي چا ته شوی، د جنون په گرانه لاره
د وجود په ملکيت مې، د خونريز لښکر قبضه ده
هر احساس زخمي زخمي دی، د بدلون په گرانه لاره
دا منزل مو ناتمام دی، دغه هيلي سرابي دي
د ناياب سفر په لوري، د گردون په گرانه لاره
قافله د پښتنو ده، د دې دور بې سالاره
يو جرس د نهيلو شي، تل د يون په گرانه لاره
يو اقرار دی بس عابد، چې پښتو سره مو کړی
که مشکل وي هم يې پالو، د پښتون په گرانه لاره
11.11.2007
- baz
څڅوب د مينې مې هر دم د زړه له بام پريوځيلکه چې څاڅکی څاڅکی مۍ له سوري جام پريوځي
د محبت د ازموينې دې دستور ته گورهچې درنې هيلي مې ستا پښو ته له ناکام پريوځي
تيارې خو ښې دي د رڼا ترينه اميد کيدای شيپر سپين رخسار چې تاوې زلفې لکه لام پريوځي
داسې محفل کې به مينا په گډيدو نه راځي؟...
11.11.2007
- baz
گلونه وشينده پسرليه لر او بر په سيمهغوټۍ غوټۍ په غوړيدو شه د دلبر په سيمه
د نظرونو په تارونو التفات د مينېټوله فضا شي سندريزه د نظر په سيمه
راځه چې نن د رقيب مخکې يو له بله زار شوخور چې زما او ستا د مينې شي خبر په سيمه
يوه حيا داره پښتنه وه بې اسرې ملگرووه غريو نيولی چې راتلله د خيبر په سيمه...