گلونه وشينده پسرليه لر او بر په سيمه
غوټۍ غوټۍ په غوړيدو شه د دلبر په سيمه
د نظرونو په تارونو التفات د مينې
ټوله فضا شي سندريزه د نظر په سيمه
راځه چې نن د رقيب مخکې يو له بله زار شو
خور چې زما او ستا د مينې شي خبر په سيمه
يوه حيا داره پښتنه وه بې اسرې ملگرو
وه غريو نيولی چې راتلله د خيبر په سيمه
11.11.2007
- baz
ستړی ستړی ريز مريز يم، د ژوندون په گرانه لارهلکه غږ وي چا ته شوی، د جنون په گرانه لاره
د وجود په ملکيت مې، د خونريز لښکر قبضه دههر احساس زخمي زخمي دی، د بدلون په گرانه لاره
دا منزل مو ناتمام دی، دغه هيلي سرابي ديد ناياب سفر په لوري، د گردون په گرانه لاره
قافله د پښتنو ده، د دې دور بې سالاره...
11.11.2007
- baz
لا د عدم په غيږ کې پروت وم چې شرر دې راکړکالبوت د مينې ته اشنا د روح وزر دې راکړ
زما معصومې ارزو سترگې لا پرانيستې نه وېلا مې کتلي درته نه و چې نظر دې راکړ
ما د ساحل په لويه لاره کې ستا لار څارلهد ژوند بيړۍ دې راته کړه سمندر دې راکړ
د زړه پر باغ مې ميلمنه شوې د جمال پرښت...