جلوې وې ستا د حسن طبيعت يې بوږناوه
ارمان چې زما سترگو د ليدو توان نه لاره
جذبه د مينوشۍ لا خوره نه وه په مخفل کې
ساقي چې به هر کس په سترگو سترگو کې څاره
ستا غم ته يې د زړه کورکې ځای ورکړلو دلبره
پښتون و زما عشق د پښتنو پت يې پاله
(( هر څو که د هجران ځينې وصال زرغونه کيږي
دهقان د ازل کاش چې دغه تخم نه کاره))*
ما وی گنې عابد يې روان کړی دی توبې ته
زاهد په خلوتگاه کې په جامونو ونمانځه
* د حافظ شيرازي د يوه بيت ژباړه
11.11.2007
- baz
زما قدم چې د وصال تر کوره ونه رسيد يار ښکلا دې د کمال تر کوره ونه رسي
چې پرې زما د اميدونو ستوري ونه بريښيد رخسار خط دې د هلال تر کوره ونه رسي
چې بوږنيدلي احساسات مې نيمه خوا پاتې کړيستا مرتبه دې د جلال تر کوره ونه رسي
چې دې منگی ما سره لوبو کې مات شوی نه ويستا سوال زاري دې د کلال تر کوره ونه رسي
ملگرو بڼ کې به گلونه د غزل وکريد عابد خيال که د زوال...
11.11.2007
- baz
(( د شفق په حنا سره کړل د فطرت ناوې لاسونه)) *بيا ساقي ورته تيار کړل د کوثرو ډک جامونه
طلايي وړانگې خورې شوې د اسمان په کنارو کېطبيعت دی بوږنيدلی د مستۍ وايي رازونه
د ماضي په تورو لارو د روښان سفر منزل دیمستقبل د حال په ژبه د خوښۍ کړي اوازونه
تخيل چې افاقي شي انسان ووځي له هستۍ نهد نيستۍ هسې مقام کې يې حاصل شي مقامونه
دی قدرت په کائيناتو مهربان دومره عابدهد سپرلي تازه هوا ده پرې تازه شول دماغونه
* پورتنی نيم بيتی د حمزه بابا( رح ) دی...