زما قدم چې د وصال تر کوره ونه رسي
د يار ښکلا دې د کمال تر کوره ونه رسي

چې پرې زما د اميدونو ستوري ونه بريښي
د رخسار خط دې د هلال تر کوره ونه رسي

چې بوږنيدلي احساسات مې نيمه خوا پاتې کړي
ستا مرتبه دې د جلال تر کوره ونه رسي

چې دې منگی ما سره لوبو کې مات شوی نه وي
ستا سوال زاري دې د کلال تر کوره ونه رسي

ملگرو بڼ کې به گلونه د غزل وکري
د عابد خيال که د زوال تر کوره ونه رسي