پرخه د سحر چې د ازغو په څوکو وزانگي
اوښکې مې ډيوې شي د بڼو په څوکو وزانگي

دا د زړه کنډول به ورته ډک له ارمانونو وړم
يار ته چې د عشق د منارو په څوکو وزانگي

ډک د تخيل د رنگينيو فطرتي غزل
پريږده چې جانان ته د بارخو په څوکو وزانگي

طمعه د عابد لا په زړگي کې هسې طمعه شي
لمر چې د غروب د تورو غرو په څوکو وزانگي.