گله چې ستا پر مخ راښکون خور شي ښکلا خوره شي
زما د زړه د هر ارمان په تن کې ساه خوره شي
چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وگورم
احساس مې وبوږني پر ذهن مې رڼا خوره شي
ذرې ذرې پلوشې مستې مستې وځليږي
چې د سحر په افق سترگه د سبا خوره شي
د تصور فضا مې ټوله سندريزه ښکاري
چې د جانان پر سرکو شونډو مې موسکا خوره شي
په يونظر کتو يې هسې بې هوشي خوره کړه
لکه جلوه د کوه طور چې په موسی خوره شي
11.11.2007
- baz
ستا نه لوگې ستا له نظره لوگیلکه چې پرخه شي له لمره لوگی
نن خو دا تنده ماتومه ساقيتوبه مې شه ستا له ساغره لوگی
د جانان غم په ښادۍ نه ورکومدې عاشورا نه شه اختره لوگی
د کوم شپونکي کوډلې اور اخيستی؟هلته چې وختو له غره لوگی
په کې حمزه غوندې هستي اوسيدهعابده ځان کړه له خيبره لوگی...
11.11.2007
- baz
ستا چې ليمو کې نظر غلی ښکاريما ته زما د مينې څلی ښکاري
قدم قدم يې ښکلومه خاورېپر دغې لار مې جانان تللی ښکاري
زه د ساده حسن ساده مئين يمساده چې وگوري لا ښکلی ښکاري
يوه شيبه چې په کې نه وي جانانخاورې ايرې مې د زړه کلی ښکاري
چې کومې لارې د جانان لارې ديعابد پر هغې لارې پلی ښکاري...