ستا چې ليمو کې نظر غلی ښکاري
ما ته زما د مينې څلی ښکاري
قدم قدم يې ښکلومه خاورې
پر دغې لار مې جانان تللی ښکاري
زه د ساده حسن ساده مئين يم
ساده چې وگوري لا ښکلی ښکاري
يوه شيبه چې په کې نه وي جانان
خاورې ايرې مې د زړه کلی ښکاري
چې کومې لارې د جانان لارې دي
عابد پر هغې لارې پلی ښکاري
11.11.2007
- baz
گله چې ستا پر مخ راښکون خور شي ښکلا خوره شيزما د زړه د هر ارمان په تن کې ساه خوره شي
چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وگورماحساس مې وبوږني پر ذهن مې رڼا خوره شي
ذرې ذرې پلوشې مستې مستې وځليږيچې د سحر په افق سترگه د سبا خوره شي
د تصور فضا مې ټوله سندريزه ښکاري...
11.11.2007
- baz
مينه کې رقيب منمگل سره خار خوند کوي
تل په اضطراب کې ويزړه ناکرار خوند کوي
وي چې منصوري جذبېژوند خو په دار خوند کوي
ستا له التفات نه زارگوره نگار خوند کوي
تا وې ژوند به وبايلېما وې قيمار خوند کوي...