مينه کې رقيب منم
گل سره خار خوند کوي

تل په اضطراب کې وي
زړه ناکرار خوند کوي

وي چې منصوري جذبې
ژوند خو په دار خوند کوي

ستا له التفات نه زار
گوره نگار خوند کوي

تا وې ژوند به وبايلې
ما وې قيمار خوند کوي