پر تخيل چې مې انځور نه شي
ها دې زما د سترگو تور نه شي

چې تقدس په ليمو پور نه شي
مئينه مينه خو په زور نه شي

چې مې مزل ستا تر منزله رسي
زما قدم دې په بل لور نه شي

د زړه پر وران کابل مې څه له راځې
په کنډوالو کې آرام نور نه شي

چيرته چې زړونو کې الفت اوسيږي
هلته کې ژوند په شر و شور نه شي

عابده ځه چې ترينه کډه وکړو
په دې وطن کې کلی کور نه شي