ستا التفات مې کړي نظر په ځمکه
باڼه مې لگي د ځيگر په ځمکه

چې مې سبا آرمان په دار ځړوي
هرگز دې رانه شي سحر په ځمکه

اوښکو ثمر به ترينه څه واخلمه
تاسې خو کړی د غم کر په ځمکه

روح به مې خاورې سره مينه لري
چې راته خوب راځې اکثر په ځمکه

*تر هندوستانه يې شغلې خورې دي
داسې روښان و لکه لمر په ځمکه

هغه چې تل يې تخيل سروش و
اوس اوس اوده شو د خيبر په ځمکه

* حمزه بابا يادوم