جانان مې داسې په ځيگر وي غلی
لکه ليمو کې چې نظر وي غلی

ستا د راتلو په انتظار انتظار
داسې ولاړ يم لکه غر وي غلی

خود به منگی دا ستا په سر ماتوي
چې ليونی دې په گورد وي غلی

ستا د وصال روژه په خوله پاتې شوم
د يتيمانو خو اختر وي غلی

زما په غم داسې جانان وي غلی
لکه د بر په غم چې لر وي غلی