د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
نن د آرمان کلي کې شپه تيرومځم د جانان کلي کې شپه تيروم د زړه پر للمه به مې وټوکيږيچې د باران کلي کې شپه تيروم له پرښتو سره مې کړې وعدهد لوی آسمان کلي کې شپه تيروم د ښار لوگوکې مې ساه تنگه شولهيمه روان کلي کې شپه تيروم چې تخيل مې د غزل رنگين شيځم د (( کاروان )) کلي کې شپه تيروم
غزل
ستا په رخسار د غزل توري ناڅي که د آسمان په لمن ستوري ناڅي آرمان مې ستا لار ته گوري ناڅيد زورور ډول ته کمزوري ناڅي د جانان ياد مې زړه ته داسې راځيلکه له لمر چې ذرې اوري ناڅي دتخيل په تال مې داسې زانگيلکه زنځير چې د ور ښوري ناڅي د مينې باد په مازيگر راولهپه مازيگر د چنار سيوري ناڅي
غزل
بې له تانه گرانه ډېره گرانه زنده گي دهپه مينه مينه وگوره جانانه زنده گي ده چې تا مينه راکړې ده، چې ته مې زړه کې اوسېبس تا پورې تړلې مې آرمانه زنده گي ده د زړه پر للمه للمه مې جانانه راوريږهپه دښته د گلونو له بارانه زنده گي ده حسين پړاو دې مخکی دی قدم په قدم اخلهدمه د يار په کلي شه کا
غزل
توبه مې وايسته سحر ويريږمچې له مغرب راخيژي لمر ويريږم په شوخ نظر چې راته ونه گورېله شوخو سترگو نه اکثر ويريږم پام چې د نه راتلو يې و نه وايې!ريباره زه له دې خبر ويريږم لکه شبنم د گل په پاڼه پاڼهزه د تودوخې له اثر ويريږم د زړه زخمي کابل مې نور مه چيړئچيرته ناسور نه شي پرهر ويريږم
غزل
وتره مې په اوښکو کړه توده ځمکهغم مې وکرلو په ښوره ځمکه پام کوه قدم مې په زړگي مه ږدهيبلې پښې څوک کله ږدي په سره ځمکه پريږده چې دا وچې شونډې کيږدمهستا د رخسارونو په لمده ځمکه څنگه به يې کر ښيرازه کيږي نه!موږه اوبه کړې په خوله ځمکه تا ته به خوږه نشه د مينې شمبنگ يمه پخيږيم په ترخه ځمکه
غزل
لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم مينې کې دې هسې اوبو وړی يم مه مې غورځوه د غورځيدو نه يمومې کره شين به شمه زړی يم مينه غواړم. زړه غواړم له ښکليو نهسوال يمه لا هغسې نيمگړی يم مه ويريږه، خوله مې نه شته نه دې خورمزار نه لرم، مار نه يمه، پړی يم ما باندې احسان چې وخته ونه کړېزه مې د ژوندون پر اوږو مړی يم
غزل
که ستا تصوير په هره لاره گرځيپسې زما د زړه هينداره گرځي شپه کې د خيال په تړون ستا په لټونراسره ستوري تر سهار گرځي هوده د مينې پرې اثر نه کويد سينې دښتې کې مې ماره گرځي څوک به مې ور د زړگي وټکوي؟لکه زما څوک بيقراره گرځي؟ د کوم حسين نوم يې پر ډډ ليکلیکاروان * چې داسې له چناره گرځي * زما خوږ ملگری پيرمحمد (( کاروان ))
غزل
ستا په نظر د نظر تار تړمهڅومره اسان په هوا لار تړمه لږ مې د مينې په هوده کې واخلهروح مې په بين دې لکه مار تړمه نه دې راځي خو د راتلو په تمهغوټي په زړه د انتظار تړمه که مې مراد په زيارتو شي پورهزه به دسمال په هر مينار تړمه له زخمي اوښکو نه اميل جوړومپه جنتي غاړه زنار تړمه عابده ته دې خاطر مه درنوهکه زه په سر د گناه بار تړمه
غزل
زړه مې ستا ياد کې دم په دم ښويږيپر وچه ځمکه مې قدم ښويږي د رقيب نوم مې چې غزل کې راشيخدايږو له گوتو مې قلم ښويږي نور به کچکول ورځنې نه جوړومچې مې له لپو نه کرم ښويږي ښايي د درد به حوصله نه لريچې له زخمونو مې مرهم ښويږي
غزل
لکه د درد مې په پرهر کې ويښ شهد مينې خوب شه په نظر کې ويښ شه چې د رڼا د قافلې جرس شي د سپيده دم په څير سحر کې ويښ شه لکه شپونکی د ژوند شپيلۍ غږويداسې په نيمه شپه په غر کې ويښ شه د گلرخانو چې نظر ماتويد سپيلني په څير شرر کې ويښ شه چې د عمل په ډگر وځليږيپښتون زلمی شه په سنگر کې وي
غزل
سکڼی ماښام يم مازيگر خو نه يمد پيغلو جونو مست گودر خو نه يم چې بې له تا مې سترگې نه غړيږيستا په ککيو کې نظر خو نه يم چې د جانان په بام دوره دوره شيزه د کوترو څه لښکر خو نه يم بې ارادې مې چې باڼه رپيږيد چا په لاره کې سفر خو نه يم څه له ټوټکې او تاويزونه کوېزه د پيريا
غزل
د حسن زور دې لا په سترگو کې دیښکلی انځور دې لا په سترگو کې دی راته کوي چې د مستانو کيسېکوم شرابخور دې لا په سترگو کې دی اوس خو زه هومره بې ادبه نه يمگله! پيغور دې لا په سترگو کې دی څنگه به نن د بوسې سوال وکړمهپرونی پور دې لا په سترگو کې دی د ديدن تنده مې نن نه ماتويساغر نسکور دې لا په سترگو کې دی
غزل
زنده گي مې ښکلي ډېره په هنر خوريليوني يې د در کاڼي زما سر خوري په رخسار يې لکه پرخه نه ځاييږمدا رنگينه حادثه مې لکه لمر خوري دا معصوم آرمان مې څنگه ليونی شود وصال په شپه غمونه د سحر خوري څه وجود مې د وطن غمونو وخوړڅه چې پاتی دی هغه رانه دلبر خوري
غزل
يوه سلگۍ مې له اجل نه ستنه کړې په زورسترگې مې برندې پاتې شوي د جانان په تمه د زړه پر للمه مې د گلو لښته وکرلهلاس په دعا لکه دهقان يم د باران په تمه د زړه کوترې مې اولوت کړی د عرش په لورېشيبه شيبه مې انتظار ده د يزدان په تمه د نهيلو د جرس کړنگ شي د منزل په طرفکاروان مې لوټ شي لويه لار کې د څاروان په تمه
غزل
ډېرې ارزوگانې مې په خوږ زړه کې نيمگړې شوېځوانې حوصلې مې د اميد په لار کې ستړې شوې تا چې سوداگر د مرگ په پوله د ژوند کينولپوه شومه باداره چې اوبه دې راته خړې شوې نشته د پاکۍ يوه ذره ستا په ناپاک وجودستا فليتي چارې اهريمنه پوروړې شوې موږ د سباوون زيري ته
غزل
چې مې جانان د زړه له تله وتیبس تغزل مې له غزله وتی د ژوند منزل ته بلا لار پرته دهد روح کاروان مې له مزله وتی په کومه لاره به دې لاره څارم؟اوس چې قدم مې ستا له پله وتی د گل رخسار د رنگينيو پسېد زړه بلبل مې له گوگله وتی ستوری د بخت يې پر آسمان ځليږيچې روغ تندی ستا له درشله وتی
غزل
د زړه هينداره مې هغه ماتويد ځان تصوير څه په مزه ماتوي داسې سپرلي سره يو ځای مه راځهچې مې ډېر عمر توبه ماتوي د ديدن تندې دومره واخيستمهچې مې په شين سهار روژه ماتوي د ښکليو ياد د غلچکيو په څير په سپينه ورځ د زړه جندره ماتوي کاروان د ژوند په ستړو ستړوو لاروپه کوم حسين پړاو دمه ماتوي؟ مستان يې څښي د مستۍ زور ښييد شيخ په سر تشه کوزه ماتوي
غزل
غزل غزل شه چې دې وليکم غزل جاناند ښکلا غوټي دې راسپړم ول په ول جانان لکه په وريځو کې سپوږمۍ چې پټپټانی کويداسې له مانه پټوي مخ په وربل جانان زه به د مينې دې معصوم آرمان ته څه ووايمچې رانه غواړي په يوه لحظه څو ځل جانان زه د خزان او د بهار څه منتبار خو نه يمما مې په زړه داسې کرلی لکه گل جانان د ښکليو خوی د غلچکو دی پام کوئ ملگروداسې يې زړه له عابد وړی لکه غل جانان
غزل
د لمر ډولۍ کې د رڼا ناوې په وينو سره دهد بې وسۍ نه تورې لړې د ماښام ښکلوم د ژوند په هر پړاو مې څو ځلې تندی مات شوید خپل آرمان د قتل جرم له ناکام ښکلوم زما د څنگ ملگري نور زما وجود نه منيلکه سقراط په افتخار د زهرو جام ښکلوم زما په برخه آزادي لويه گناه ده منملکه د زرکې د ښکاري خور شوی دام ښکلوم د
غزل
جانانه ستا له مخه نور وريږيکه تجلی د کوه طور وريږي د زړه پر للمه مې د وصل بارانڅه په مستۍ څه په سرور وريږي د تاک په ونه يې ستا نوم ليکلیچې د ليمو نه دې انگور وريږي دار به د خپلې غاړې هار جوړومپر ما اسرار لکه منصور وريږي