وتره مې په اوښکو کړه توده ځمکه
غم مې وکرلو په ښوره ځمکه

پام کوه قدم مې په زړگي مه ږده
يبلې پښې څوک کله ږدي په سره ځمکه

پريږده چې دا وچې شونډې کيږدمه
ستا د رخسارونو په لمده ځمکه

څنگه به يې کر ښيرازه کيږي نه!
موږه اوبه کړې په خوله ځمکه

تا ته به خوږه نشه د مينې شم
بنگ يمه پخيږيم په ترخه ځمکه