لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم
مينې کې دې هسې اوبو وړی يم

مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم
ومې کره شين به شمه زړی يم

مينه غواړم. زړه غواړم له ښکليو نه
سوال يمه لا هغسې نيمگړی يم

مه ويريږه، خوله مې نه شته نه دې خورم
زار نه لرم، مار نه يمه، پړی يم

ما باندې احسان چې وخته ونه کړې
زه مې د ژوندون پر اوږو مړی يم

سيوری مې پر سر د پسرلي * گرځي
شکر د وږمو د بهير غړی يم

* استاد شاعر محمد صديق پسرلی او افغان ادبي بهير