که ستا تصوير په هره لاره گرځي
پسې زما د زړه هينداره گرځي
شپه کې د خيال په تړون ستا په لټون
راسره ستوري تر سهار گرځي
هوده د مينې پرې اثر نه کوي
د سينې دښتې کې مې ماره گرځي
څوک به مې ور د زړگي وټکوي؟
لکه زما څوک بيقراره گرځي؟
د کوم حسين نوم يې پر ډډ ليکلی
کاروان * چې داسې له چناره گرځي
* زما خوږ ملگری پيرمحمد (( کاروان ))
11.11.2007
- baz
ستا په نظر د نظر تار تړمهڅومره اسان په هوا لار تړمه
لږ مې د مينې په هوده کې واخلهروح مې په بين دې لکه مار تړمه
نه دې راځي خو د راتلو په تمهغوټي په زړه د انتظار تړمه
که مې مراد په زيارتو شي پورهزه به دسمال په هر مينار تړمه
له زخمي اوښکو نه اميل جوړومپه جنتي غاړه زنار تړمه
عابده ته دې خاطر مه درنوهکه زه په سر د گناه بار تړمه...
12.11.2007
- baz
لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم مينې کې دې هسې اوبو وړی يم
مه مې غورځوه د غورځيدو نه يمومې کره شين به شمه زړی يم
مينه غواړم. زړه غواړم له ښکليو نهسوال يمه لا هغسې نيمگړی يم
مه ويريږه، خوله مې نه شته نه دې خورمزار نه لرم، مار نه يمه، پړی يم
ما باندې احسان چې وخته ونه کړېزه مې د ژوندون پر اوږو مړی يم...