ستا په نظر د نظر تار تړمه
څومره اسان په هوا لار تړمه

لږ مې د مينې په هوده کې واخله
روح مې په بين دې لکه مار تړمه

نه دې راځي خو د راتلو په تمه
غوټي په زړه د انتظار تړمه

که مې مراد په زيارتو شي پوره
زه به دسمال په هر مينار تړمه

له زخمي اوښکو نه اميل جوړوم
په جنتي غاړه زنار تړمه

عابده ته دې خاطر مه درنوه
که زه په سر د گناه بار تړمه