زړه مې ستا ياد کې دم په دم ښويږي
پر وچه ځمکه مې قدم ښويږي

د رقيب نوم مې چې غزل کې راشي
خدايږو له گوتو مې قلم ښويږي

نور به کچکول ورځنې نه جوړوم
چې مې له لپو نه کرم ښويږي

ښايي د درد به حوصله نه لري
چې له زخمونو مې مرهم ښويږي