لکه د درد مې په پرهر کې ويښ شه
د مينې خوب شه په نظر کې ويښ شه
چې د رڼا د قافلې جرس شي
د سپيده دم په څير سحر کې ويښ شه
لکه شپونکی د ژوند شپيلۍ غږوي
داسې په نيمه شپه په غر کې ويښ شه
د گلرخانو چې نظر ماتوي
د سپيلني په څير شرر کې ويښ شه
چې د عمل په ډگر وځليږي
پښتون زلمی شه په سنگر کې ويښ شه
11.11.2007
- baz
سکڼی ماښام يم مازيگر خو نه يمد پيغلو جونو مست گودر خو نه يم
چې بې له تا مې سترگې نه غړيږيستا په ککيو کې نظر خو نه يم
چې د جانان په بام دوره دوره شيزه د کوترو څه لښکر خو نه يم
بې ارادې مې چې باڼه رپيږيد چا په لاره کې سفر خو نه يم
څه له ټوټکې او تاويزونه کوېزه د پيريا...
11.11.2007
- baz
زړه مې ستا ياد کې دم په دم ښويږيپر وچه ځمکه مې قدم ښويږي
د رقيب نوم مې چې غزل کې راشيخدايږو له گوتو مې قلم ښويږي
نور به کچکول ورځنې نه جوړومچې مې له لپو نه کرم ښويږي
ښايي د درد به حوصله نه لريچې له زخمونو مې مرهم ښويږي...