سکڼی ماښام يم مازيگر خو نه يم
د پيغلو جونو مست گودر خو نه يم
چې بې له تا مې سترگې نه غړيږي
ستا په ککيو کې نظر خو نه يم
چې د جانان په بام دوره دوره شي
زه د کوترو څه لښکر خو نه يم
بې ارادې مې چې باڼه رپيږي
د چا په لاره کې سفر خو نه يم
څه له ټوټکې او تاويزونه کوې
زه د پيريانو څه اثر خو نه يم
11.11.2007
- baz
د حسن زور دې لا په سترگو کې دیښکلی انځور دې لا په سترگو کې دی
راته کوي چې د مستانو کيسېکوم شرابخور دې لا په سترگو کې دی
اوس خو زه هومره بې ادبه نه يمگله! پيغور دې لا په سترگو کې دی
څنگه به نن د بوسې سوال وکړمهپرونی پور دې لا په سترگو کې دی
د ديدن تنده مې نن نه ماتويساغر نسکور دې لا په سترگو کې دی...
11.11.2007
- baz
لکه د درد مې په پرهر کې ويښ شهد مينې خوب شه په نظر کې ويښ شه
چې د رڼا د قافلې جرس شي د سپيده دم په څير سحر کې ويښ شه
لکه شپونکی د ژوند شپيلۍ غږويداسې په نيمه شپه په غر کې ويښ شه
د گلرخانو چې نظر ماتويد سپيلني په څير شرر کې ويښ شه
چې د عمل په ډگر وځليږيپښتون زلمی شه په سنگر کې وي...