د حسن زور دې لا په سترگو کې دی
ښکلی انځور دې لا په سترگو کې دی
راته کوي چې د مستانو کيسې
کوم شرابخور دې لا په سترگو کې دی
اوس خو زه هومره بې ادبه نه يم
گله! پيغور دې لا په سترگو کې دی
څنگه به نن د بوسې سوال وکړمه
پرونی پور دې لا په سترگو کې دی
د ديدن تنده مې نن نه ماتوي
ساغر نسکور دې لا په سترگو کې دی
11.11.2007
- baz
زنده گي مې ښکلي ډېره په هنر خوريليوني يې د در کاڼي زما سر خوري
په رخسار يې لکه پرخه نه ځاييږمدا رنگينه حادثه مې لکه لمر خوري
دا معصوم آرمان مې څنگه ليونی شود وصال په شپه غمونه د سحر خوري
څه وجود مې د وطن غمونو وخوړڅه چې پاتی دی هغه رانه دلبر خوري...
11.11.2007
- baz
سکڼی ماښام يم مازيگر خو نه يمد پيغلو جونو مست گودر خو نه يم
چې بې له تا مې سترگې نه غړيږيستا په ککيو کې نظر خو نه يم
چې د جانان په بام دوره دوره شيزه د کوترو څه لښکر خو نه يم
بې ارادې مې چې باڼه رپيږيد چا په لاره کې سفر خو نه يم
څه له ټوټکې او تاويزونه کوېزه د پيريا...