زنده گي مې ښکلي ډېره په هنر خوري
ليوني يې د در کاڼي زما سر خوري

په رخسار يې لکه پرخه نه ځاييږم
دا رنگينه حادثه مې لکه لمر خوري

دا معصوم آرمان مې څنگه ليونی شو
د وصال په شپه غمونه د سحر خوري

څه وجود مې د وطن غمونو وخوړ
څه چې پاتی دی هغه رانه دلبر خوري