يوه سلگۍ مې له اجل نه ستنه کړې په زور
سترگې مې برندې پاتې شوي د جانان په تمه

د زړه پر للمه مې د گلو لښته وکرله
لاس په دعا لکه دهقان يم د باران په تمه

د زړه کوترې مې اولوت کړی د عرش په لورې
شيبه شيبه مې انتظار ده د يزدان په تمه

د نهيلو د جرس کړنگ شي د منزل په طرف
کاروان مې لوټ شي لويه لار کې د څاروان په تمه