ډېرې ارزوگانې مې په خوږ زړه کې نيمگړې شوې
ځوانې حوصلې مې د اميد په لار کې ستړې شوې

تا چې سوداگر د مرگ په پوله د ژوند کينول
پوه شومه باداره چې اوبه دې راته خړې شوې

نشته د پاکۍ يوه ذره ستا په ناپاک وجود
ستا فليتي چارې اهريمنه پوروړې شوې

موږ د سباوون زيري ته ټول وجود غوږونه وو
غيږ کې د سحر مو په نصيب د ماښام لړې شوې

ستا د محلونو نه کوم تپ موږ ته راغلی دی
ستا له لاسه ورانې چې د خوار ولس جونگړې شوې