چې مې جانان د زړه له تله وتی
بس تغزل مې له غزله وتی

د ژوند منزل ته بلا لار پرته ده
د روح کاروان مې له مزله وتی

په کومه لاره به دې لاره څارم؟
اوس چې قدم مې ستا له پله وتی

د گل رخسار د رنگينيو پسې
د زړه بلبل مې له گوگله وتی

ستوری د بخت يې پر آسمان ځليږي
چې روغ تندی ستا له درشله وتی