د زړه هينداره مې هغه ماتوي
د ځان تصوير څه په مزه ماتوي

داسې سپرلي سره يو ځای مه راځه
چې مې ډېر عمر توبه ماتوي

د ديدن تندې دومره واخيستمه
چې مې په شين سهار روژه ماتوي

د ښکليو ياد د غلچکيو په څير
په سپينه ورځ د زړه جندره ماتوي

کاروان  د ژوند په ستړو ستړوو لارو
په کوم حسين پړاو دمه ماتوي؟

مستان يې څښي د مستۍ زور ښيي
د شيخ په سر تشه کوزه ماتوي