غزل غزل شه چې دې وليکم غزل جانان
د ښکلا غوټي دې راسپړم ول په ول جانان

لکه په وريځو کې سپوږمۍ چې پټپټانی کوي
داسې له مانه پټوي مخ په وربل جانان

زه به د مينې دې معصوم آرمان ته څه ووايم
چې رانه غواړي په يوه لحظه څو ځل جانان

زه د خزان او د بهار څه منتبار خو نه يم
ما مې په زړه داسې کرلی لکه گل جانان

د ښکليو خوی د غلچکو دی پام کوئ ملگرو
داسې يې زړه له عابد وړی لکه غل جانان