د لمر ډولۍ کې د رڼا ناوې په وينو سره ده
د بې وسۍ نه تورې لړې د ماښام ښکلوم

د ژوند په هر پړاو مې څو ځلې تندی مات شوی
د خپل آرمان د قتل جرم له ناکام ښکلوم

زما د څنگ ملگري نور زما وجود نه مني
لکه سقراط په افتخار د زهرو جام ښکلوم

زما په برخه آزادي لويه گناه ده منم
لکه د زرکې د ښکاري خور شوی دام ښکلوم

د پښتونخوا د غرو سرونه مې په وينو سره دي
زه هم قاتل يم او مقتول يمه الزام ښکلوم