جانانه ستا له مخه نور وريږي
که تجلی د کوه طور وريږي

د زړه پر للمه مې د وصل باران
څه په مستۍ څه په سرور وريږي

د تاک په ونه يې ستا نوم ليکلی
چې د ليمو نه دې انگور وريږي

دار به د خپلې غاړې هار جوړوم
پر ما اسرار لکه منصور وريږي