ستا له نظره چې نظر اخلم
لکه سپوږمۍ رڼا له لمر اخلم

د ديدن خوند په مازيگر اخلم
د هجر داغ دې په ځيگر اخلم

مست ليونی دې په کوڅه درغلم
ستا د در کاڼي به په سر اخلم

لکه فرهاد ستا په شيرينه مينه
په اجاره دې آشنا غر اخلم

د سباوون د سپيده دم سر سم
د دوران غم په هر سحر اخلم

د غزل توري دې د مخ خالونه
جانانه زه ترينه اثر اخلم