نن د آرمان کلي کې شپه تيروم
ځم د جانان کلي کې شپه تيروم
د زړه پر للمه به مې وټوکيږي
چې د باران کلي کې شپه تيروم
له پرښتو سره مې کړې وعده
د لوی آسمان کلي کې شپه تيروم
د ښار لوگوکې مې ساه تنگه شوله
يمه روان کلي کې شپه تيروم
چې تخيل مې د غزل رنگين شي
ځم د (( کاروان )) کلي کې شپه تيروم
12.11.2007
- baz
ستا په رخسار د غزل توري ناڅي که د آسمان په لمن ستوري ناڅي
آرمان مې ستا لار ته گوري ناڅيد زورور ډول ته کمزوري ناڅي
د جانان ياد مې زړه ته داسې راځيلکه له لمر چې ذرې اوري ناڅي
دتخيل په تال مې داسې زانگيلکه زنځير چې د ور ښوري ناڅي
د مينې باد په مازيگر راولهپه مازيگر د چنار سيوري ناڅي...
12.11.2007
- baz
له تندې مرمه خو روژه ساتمهپه خم کې لامبمه توبه ساتمه
يو لاس کې توره بل کې نيسم قلمزه د خوشحال بابا ورثه ساتمه
په زړه کې لولم سيپارې د مينېپه تاخ کې بنده خلاصه ساتمه
چيرته په غم باندې هم نه څڅيږيليمه کې اوښکه پښتنه ساتمه
چې مې شعور ته راشي شعر راکويپه لاشعور کې پرښته ساتمه...