له تندې مرمه خو روژه ساتمه
په خم کې لامبمه توبه ساتمه

يو لاس کې توره بل کې نيسم قلم
زه د خوشحال بابا ورثه ساتمه

په زړه کې لولم سيپارې د مينې
په تاخ کې بنده خلاصه ساتمه

چيرته په غم باندې هم نه څڅيږي
ليمه کې اوښکه پښتنه ساتمه

چې مې شعور ته راشي شعر راکوي
په لاشعور کې پرښته ساتمه