د زړه زخمونه به د زلفو په تار وگنډمه
د نظر څار به ستا د کلي په لار وگنډمه

چې زمانه پرې گواهي زموږ د مينې وايي
د جانان نوم به په تنه د چنار وگنډمه

څومره به ښه شي چې رنگونه د فطرت شي يو ځای
د لمر ذرې به گله ستا په رخسار وگنډمه

کسات به زه د خپل قاتل جانان نه څنگه واخلم؟
بس خو جنډه به د آرمان په مزار وگنډمه

سل کاله کيږي يو ظالم په بې رحمۍ شلولی
ځم چې د لر او بر د غرونو پرهار وگنډمه