ستا په رخسار د غزل توري ناڅي
که د آسمان په لمن ستوري ناڅي

آرمان مې ستا لار ته گوري ناڅي
د زورور ډول ته کمزوري ناڅي

د جانان ياد مې زړه ته داسې راځي
لکه له لمر چې ذرې اوري ناڅي

دتخيل په تال مې داسې زانگي
لکه زنځير چې د ور ښوري ناڅي

د مينې باد په مازيگر راوله
په مازيگر د چنار سيوري ناڅي