بې له تانه گرانه ډېره گرانه زنده گي ده
په مينه مينه وگوره جانانه زنده گي ده

چې تا مينه راکړې ده، چې ته مې زړه کې اوسې
بس تا پورې تړلې مې آرمانه زنده گي ده

د زړه پر للمه للمه مې جانانه راوريږه
په دښته د گلونو له بارانه زنده گي ده

حسين پړاو دې مخکی دی قدم په قدم اخله
دمه د يار په کلي شه  کاروان  زنده گي ده

لمر غيږه خلاصه کړې ده ذرې په کې نڅيږي
سحر په مستۍ راغی څه روښانه زنده گی ده