د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
مينه مې داسې په دايره کې واخليلکه بين مار چې مار هوده کې واخلي د مازديگر وعدې ته نه رسيږيد ديدن تنده مې غرمه کې واخلي
غزل
&nbsp
غزل
د سرود کډه يې ليږدې، د مستيو وچکالي دهد شاعر د خيال لمنه، له سندرو نه خالي ده بيا يې غيږه کې رانه وړل، د رامبيل چامبيل گلونهسږ کال هم په موږه خوارو، ټنده گونځې د پسرلي ده د نارنج د گل ميله ده، د بارودو په وطن کېله شهيدو گلغوټيو غيږه ډکه
غزل
ښکلو پسې زړه مې سحر وتی دیهم مې له ليمو نه نظر وتی دی واړه ارمانونه به مې ووژنينن دې د بڼو چې لښکر وتی دی ستا د ماشوم غم تپوس مې زړه کووما وی چيرته نه ځي بهر وتی دی هغه دنگ چنار کلي کې نه شته دیغشی تر سينې د نښتر وتی دی ”بازه“ پسې والوزه وار مه کوهگورې نه صحرا ته کوتر وتی دی١٩٩٨/٤/٤
غزل
چې شبنم بوسه له مخه د گل واخليتصور مې رنگيني د غزل واخلي د ديدن تنده کې هومره ټکنی کړيچې له ډېرې بې صبرۍ نه مې جل واخلي په اسانه به يې خلاص نه کړې جانانهکه د مينې تار مو يو ځلې ول واخلي ښاماران يې چې په څانگو مستي وکړيله ترخو نه خواږه څنگه صندل واخلي؟ بې له شکه هغه شپه به وي د قدرچې سپوږمۍ ستاد رخسار ځنې ځل واخلي ١٩٩٧/٣/٢
غزل
د غم ماښام په مازديگر راغیخدايه څه تندر په گودر راغی د بورو شور په هديره کې و جوړچاته راته ويلې چې اختر راغی زما د قتل اراده يې کړېجانان د ليچو په خنجر راغی د زړه پر ځمکه کرونده پخويښکلی په شان لکه د لمر راغی د خيال وزر مې ستا په مينه خور شوسروش د شعر مې په هنر راغی
غزل
څه په نشيب څه په فراز روان دیزړه مې د کوم ښکلي په ناز روان دی په کوم پړاو به چاته ځان وسپړيراسره سم د مينې راز روان دی روح مې سندرې په اوږو بار کړيد سُر او لی ورپسې ساز روان دی چې کوم شاعر به ترې الهام واخليښکلې په څه ښکلي انداز روان دی چيرته به خپل مرام ته ورسيږيځي په کوترې پسې ” باز“ روان دی ١٩٩٧/٣/١٣
غزل
ستا د خولې خبره مرغلره شيزړه ته چې راکوزه شي سندره شي زه ورته وسله د خودۍ کيږدمهمينه په ما څومره زوروره شي ناز لري، نياز لري، انداز لريخپل مين چې وگوري اوتره شي څومره چې په کم نظر کتل کويهومره به يې حسن له نظره شي بيله چې د زاڼو له کتاره شي” باز“ ته ښايستوکي شان کوتره شي ١٩٩٧/١١/٢٦
غزل
مهاجر زړه مې خوشحالي يوه زره نه لريپه ځمکه سيوری په آسمان کې ستاره نه لري په مرگ يې نيسي، غاړه تبې ته مجبوره کيږديد زمانې له ستمگرو نه چاره نه لري موږه د داسې بد نصيبه قبيلې وگړيزموږه مړي گډ ښخيږي هديره نه لري اوس د آذان ازانگې ټول کلي ته نه رسيږيزموږ جومات يې شهيد کړی مناره نه لري راځه چې پاتې زنده گي په محبت تيره کړونفرت ښه نه دی آشنا مينه خساره نه لري ١٩٩٧/١٢/٥
غزل
ډېر ستا د راتلو په انتظار ليونيراشه که يې گورې د ديدار ليوني ستا د پاکې مينې اناالحق وايي په چيغوجگ سرونه وگوره په دار ليوني څوک دې خانقاه کې بلوي ډيوې د زړونوڅوک ناست ميکده کې وي خُمار ليوني هر طرف اوتر اوتر د ښکلو نظارې کوېگډ چې شي د صدر په بازار ليوني زرکې وزر ماتي دي په غرونو کې دمه کوي” باز “ يې په هوا نيولې لار ليوني پيښور،صدر١٩٩٧/١١/٢٦
غزل
نن دليمو د خونې ور ماتومپه چا به تنده د نظر ماتوم د سترگو جنگ ته مې بلا زړه کيږيستا د بڼو به دا لښکر ماتوم راځه جانانه را ترغاړې ووځهيو څو تڼاکې د ځيگر ماتوم شيرينه مينه مې په زړه وريږيپه فرهادي تيشه به سر ماتوم سپينې کوترې درنه تنگې شولې”بازه“ يو ورځ به دې وزر ماتوم ١٩٩٧/١٠/٢٩
غزل
له زړه نه راشي په ليمو کې انتظار وباسييارانو ما د ښکلو مينه له روزگار وباسي داسې ښکاريږي چې ساقي هم کينه ور غوندې شوډله رندان چې ميکدې نه وار په وار وباسي دا زمانه داسې په چل او په هنر بدليږيلکه پوستکی چې له خپله تنه مار وباسي بيا يو منصور پيدا کړه، بيا د چا د مينې په نومچې يو ناره د اناالحق په سر د دار وباسي د زمانې د حوادثو څه پروا نه لري” باز“ په سيلۍ کې هم کوترو پسې لار وباسي ١٩٩٧/٧/٦
غزل
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړهمرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونهاوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه د زړگي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمهد باران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُتبُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه څنگه غلی ناست يې ” بازه“ وزرونه دې خواره کړهد کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه ١٩٩٧/٥/١٩
غزل
د مينو سترگو تاب زما خوښيږيدا د بزم انقلاب زما خوښيږي چې تڼاکې مې د زړه نغمې نغمې کړيپه زنگون باندې رباب زما خوښيږي ستا يوه يوه خبره يو حديث شيستا د سرو شونډو کتاب زما خوښيږي چې د مينې د يادونو هديره ويداسې زړه خانه خراب زما خوښيږي ژونده تاکې د جانان له مينې
غزل
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنگ خبرې کويچې د ښکلوکو پر سينه لونگ خبرې کوي اوس به د چا د خيال تصوير په کې ذرې ذرې شيد زړه هيندارې ته مې څوک د جنگ خبرې کوي يارانو تاسې به دُعا کوئ چې سر ونه وخوريد شمايلې د راوړو ملنگ خبرې کوي د ژوند تيارو کې و تنگ شوی د رڼا ليونید ډيوې څنگ ته يو شهيد پتنگ خبرې کوي زړه مې نری شي غريو مې ونيسي له حاله وځمچيرته مين چې د بنگړو د شرنگ خبرې کوي
غزل
چې د جانان د نظر شپول نه شيد زړه پرهر به مې راټول نه شي چيرته يو نيم وي په کې سر ووهيد بيابان هر بوټی غاټول نه شي که د چا ښکلي له لاسونو پريوځيمات به زما د زړه کنډول نه شي تا سره مينه مې څه حد نه لريما سره ستاکرکه په تول نه شي د غم ښادۍ پته به څه ولگي؟چې نغاره نه شي او ډول نه شي ١٩٩٧/٤/٢٢
غزل
څنگه چې جانان په نظر ښکل کړمهداسې يې غمونو ځان ته خپل کړمه څو که لا کچه غوټۍ د مينې دهزه به يې د اوښکو په نم گل کړمه بيا مې په يو ښکلي نظر پريوتوبيا ځکه خبرې په غزل کړمه زه او جانان لاس تر غاړې ووتواور به د رقيب په خونه بل کړمه نن ” باز “ ته د زرکو ميرې وويلسرې سترگې به تورې په کجل کړمه ١٩٩٧/١/٥
غزل
څنگه چې ښکلي له وعدې نه وځيداسې مې زړه له ارادې نه وځي لمر د زرينو وړانگو لاس غځويد رڼا ناوې له تيارې نه وځي ورسره ستا د نامه توري ځغليهر اسويلی مې چې له خولې نه وځي د کوم هوښيار ښکلي په لټه پسېيو ليونی له ميکدې نه وځي ښکاري جانانه په ايمان يې وايه” باز “ به دې کله له پنجې نه وځيپيښور، صدر ١٩٩٧/١/١
قطعات
سپرليه هغه به زموږ د خوارو کلی وي چېگلونه ټول په وينو سره وي او بل رنگ نه کويدا زمانه لکه چې نور زموږ وجود نه منيعجيبه نه ده چې احساس مو لا غورځنگ نه کوي************وخت به موږ ته څنگه گلورينه فضا جوړه کړيغږ د پسرلي وي خو له ورايه خزان وخانديلا د گلغوټيو ستوني ډک دي له باروتو نهتاته به په کومه خوله سپرليه گلان وخاندي***********پام کوه سپرليه چې زموږ کلي ته رانه شېته به د باروتو دې وطن ته څه تحفه راوړېاوس زموږ د کلي چنارونه ځالې نه لريته به د
له سرو سترگو تر سرو سترگو
پرون چې ما په آيينه کې کتل راته کيسې د ماشومتوب ياديدېزه به په چيغو چيغو کورته راغلممورجانې زه به ستا و لور ته راغلمزما به سترگې وې له خاور ډکېهم به مې سر و له گردونو نه ډکتا به نارې کړې چې قربان دې شمهبيا دې له چا پره شوخي کړې دهتا به د خپل پوړني پيڅکي باندېزما له سترگو خاورې پاکې کړلېهم به زما له سره ټول گردونه تا وڅنډلراته به ستغې سپورې تا وکړلېچې مخ او سر به دې راومينځلوزما به سترگې تکې سرې ښکاريدېتا به مې سترگې راته تورې کړلې* *