د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
سرُ دې شمه، تال دې شمه، ترنگ دې شممات دې شم د شنو بنگړيو شرنگ دې شم پريــــــــږده چې په سرو غرمو كې پوخ شمهستا د ســــپـــيـنې غاړې تور لونگ دې شممـــينه، ميــــــنه، مينـــــــه بـــه راوټـــــــــوكيراشــــه چـــــې ليـــمو ســره په جنگ دې شمبس چې لاس مـــې ستــا تـــــر غاړې ورسيخپل قد نه مې يو په لـــــــسه دنگ دې شمشين دې شمه، وچ دې شمه، وړه دې شمستا سپينو لاسونو ته سور رنگ دې شم تـــا تـــــــــــــه چې سرور په كې د ميــني وي
د غزل ” باز “ او د هنر کوترې
خدايزده چې د بني آدم په ارواح کې يې ولې داسې مزی پېيلي دي، چې د موسيقي له شرنگ سره په گډا راځي او د غزل په اوريدلو او يا لوستلو سره غزونې کوي . خبره د غزل او موسيقۍ په وروولۍ او خورلڼۍ کې نه ده، پوښتنه د دې ده، چې کله خو ځينې غزلونه د خپل هر بيت له خوندور سُر و تال سره ځان يو گام موسيقي ته نږدې کوي.زه دلته د غزلونو وزني رغښت هم نه يادوم، څه ډؤل ووايم؟ موخه مې په شعر کې يو ډول پټ ” خوند“ دی، چې د پښتو غزل په اوسني بهير کې يې ځان په نويو ريښو ټينگ کړی دی او همدا ځانگړنه (چی زه يې د خپلې ژبې د ل
غزل
ستا د مـــــــينې تور دې ويدغومره پــــــــــېغور دې وي ژوند په نغمو سور دې ويستا د بنگړو شــور دې ويټول مې غزل تـــــــــوري ديښكلي په هر لــــور دې ويتل زما په ســــــــــترگو كېستا ښكلى انځور دې ويتمه د خولگۍ ښـــــــــه ويدا مې په تا پــــور دې وي ژوند په كـــې له مينې ډكبازه كلى كــــــــــور دې وي
شرط
ما درته هر وخت ويلچې ستا فطري ښكلاد ښايستونو ميرهنو دې ته څه اړه يېچې په فطري ښكلا سرخي او سفيده ومږې؟تا به ويل چې ته په دې راز باندې نه پوهيږېدغه سرخي او سفيده د ښايستونو مجبوري وگڼهاو بيا دې دا هم ويلچې ته زما فطري ښكلا خوښوېزه به اوونۍ كې يوه ورځ ستا په خاطراو ستا په اند، فطري ښكلا كې راځمخو شرط يې دا دىچې به نورې ورځېما سره كار نه لرېاو ما دې شرط ومنهبيا مې هغې ورځې ته شپې شمارلېچې ته فطري ښكلا كې ما ته راشېهغه ورځ هم راغله
رياضت
كله چې ستا د مينې كلكې ريښېزما د زړه په ځمكه وغځېدېاو ستا د مينې فصل مې زړه كې وټوكېده.....د ليونيانو له پاچا نه مې دعا وغوښتهاو ستا د مينې د رياضت په ډاډ مې تا ته ويلدر سره مينه لرمته اول هيښه شولېبيا دې مهينې وروځيد تندي نيم اسمان ته ورسوېد څو شېبو لپاره، دې خپل باڼه په ځمكه ننه ايستلاو بيادې خپلې جادوگرې سترگېزما په سترگو كې راوگنډلېتا زما سترگو كې د مينې يو توپان وليدهما ويل چې تا به دا توپان خپلو څپو كې واخلياو په مهينو
له شاعر نه گيله
گران كاروان چې د ښاپېرۍ په ورغوي كې شين همځولي ته ( د ځنگل د ليك ځواب) ليكه، نو د څنگ ياران يې په شعرونو نمانځلي وو چې ما ته يې هم لاندينى بيت ويلى و:كوترې راوړي د نكريزو پاڼهشي ستا د باز منگولې سرې رايادېخو كله چې ښاپېرۍ ورغوى پرانيست،د پورتني بيت په شمول ترينه درې بيتونه ښوېدلي وو، خو ما ته يې له شاعر نه يوه گيله ضرور راوړې وه. نن مې په زړه باندې بلا ورېږېزما شاعره! څو خبرې لرملږ ورته ښه د زړه غوږونه څك كړهيو څو ترخې يو څو شكرې لرم ستا له قلم چې په در
غزل
لا په پام ږدمه قدم ليونى نه يمپه والله در پسې سم ليونى نه يم بس يو ستا د ياد بتان مې زړه كې اوسينور د دېر او د حرم ليونى نه يم سنگباري چې د بڼو زما په زړه كړېاشنا زه خو ستا د چم ليونى نه يم ته يې راوړې، زه يې ځكه در نه واخلمكه نه زه څه كوم غم، ليونى نه يم له كوترې نه پنجو كې بڼې باسې”بازه“ زه ستا په رقم ليونى نه يم
غزل
څومره چې زړه باندې مې هر وخت راوريږي جانانهومـــــره ســـــاده دی هــــومره ژر مـــروريـــږي جانان سپيــــــنې روپۍ يې په لمن يوازې شرنگ نه کويچې لـــــــمر ته وگوري د لمر غوندې پړقيږي جانان لکـــــه چــــــې چــــــا ورتـــــه آمــين کــله ويلی نه دیچـې مــې دُعـــــــــا غــونــدې له لپو نه تويږي جانان داسې هم نه ده چې په ما يې گوندې زړه سوزيږيچې ما ته وگوري غوسه ورشي سوزيږي جــــــانان بازه ازار د کــــــومــــې زاڼــــې تــــور وزرې بــــه و
راز
د کال اولې ورځې ستړې مه شې،دا راته وايه چې په خير خو راغلېخدای دې له ما سره ژوندۍ لرهدا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوېزما په ژوند دا اوه ديرشم ځل دی،چې خپله ښکلې څيره ما ته ښايېوايه کنه د کال اوږدو کې خو به،زما په څير چا ځورولې نه يې؟چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟هو،ته به خبره نه يې،غواړم چې تا ته يو راز وسپړمهتير کال چې ته راتللې،ستا له راتلو نه فقط يو ورځ مخکېيو چا له ما ځنې نفرت کړی ويو چا له م
غزل
دا نه وايم چې لږ د موسکا جام خو راکووهبس دا وايم د تشې خولې سلام خو راکوه د مينې يوه خبره درنه نه غواړم پوهيږې؟څو ستغې سپورې ما ته څه دشنام خو راکوه رنگين سهار دې تا ته مبارک وي مبارکخو ما ته يو غمگين غوندې ماښام خو راکوه په مينه خو نه گورې په غضب خو راته گورهد تورو تورو سترگو څه انعام خو راکوه د خدای په ويړه ځمکه يې ځای نه شته دی يارانوکوترې ته دې بازه د زړه بام خو راکوه
هوډ
بيگا مې هوډ کړی وچې زه به دا خپل نامراده زړگید چا په تشه خوله خندا باندې نور و نه بايلماو نه به چا ښکلې ته، خوږه موسکا وکړمبيگا مې هوډ کړی و چې به د تل لپاره زه د خپل ژوند له کتابد چا د نوم توري له بېخه باسماو بيا به هيڅ کله د چا ښکلې د نوم توري د زړه په ځمکه و نه کرمبيگا مې هوډ کړی و چې زه به نور د چا د نوم سره تړلی تعويض په غاړه نه گرځومځکه چې نوره عقيده مې باندې پاتې نه دهبيگا مې هوډ کړی و که هغه ښکلې مې په مخه راشي
زه لا هاغسې بندي يم
زه لا ماشوم اوم چې مې پلار له لاسه کلک نيولمويل يې ما سره زما په کار کې مرسته کوهځکه په تا باندې مې لاس سپک ويما به ليدل چې مې همځولي ډله ډله له مکتبه وروستهلېرې باغونو ته چکرله دروميما به له ځان سره په زړه کې ويلعجيبه نه ده چې له پلار سره په بند کې اوسمبيا به مې پلار ته ويلپلارجانه ما ته اجازه راکړه چې زه هم د همځولو په څېر، چيرته چکر ووهمخو راته پلار به ويل” زوی جانه هغوی بې غمه دي چې خوشې گرځيزما او ستا په تمه لس خولې د ډوډۍ پ
غزل
دا نه منم چې نه يم له جانان سره يو ځایوالله هره شېبه يې له آرمان سره يوځای که څه هم څه موده وشوه له ياده يې غافل يمخو بيا هم راته ځان ښکاري يزدان سره يو ځای راځئ چې د ژوند ستونزو ته خو لږه غاړه ورکړوفطرت دی چې ازغي وي او گلان سره يو ځای د زړه په للمه ځمکه مې د مينې زړي شنه کړهد چا ياده راځه خو له باران سره يو ځای يارانو ويل د باز خوا ته ورځو هلته يې گوروسالک او نثار لاړه له کاروان سره يو ځای
غزل
ستا د بنگړو شرنگ راته بلا خبرې زده کړلېما خو ستا خبرو نه اشنا خبرې زده کړلې څه مې له بې وره ميکدې، څه له رندانو نهڅه مې د پيالو له جنگېدا خبری زده کړلې اوس به مې په زړه باندې يوه خبره نه پرېږدمتا چې په انکار کې په موسکا خبرې زده کړلې ښه تاند زلميتوب مې د صوفيانو په حلقه کې وهلته مې د پير نه د فنا خبرې زده کړلې چا ته چې مې نيکه مشوره له زړه نه ورکړلههغه راته ويلې بازه! تا خبرې زده کړلې &
غزل
دې پسې نه يم چې چا څرنگه نظر کړی دیما خو په زړه باندې اکثر د مينې کر کړی دی اوس خو د بنگو سره يوځای لونگ هم دودومد چا د غاړې لونگين په ما اثر کړی دی ستا د کوڅې له رقيبانو مې ليمه نه سوزيما هميشه شکايت ستا له پورې ور کړی دی اوس په کې جونې نه ټوليږي څپې ساندې واييخو ما سلام د ړنگ گودر هر مازيگر کړی دی چې مې په خپلو ارادو باندې هم شک پيدا شيدا مې د ښکلو په وعدو باندې باور کړی دی چې ستا په بده وي راضي وطنه! موږ نه، نه ديښه په م
له عابد نه مې باز ډېر خوښيږي
د ټولو عابدانو په مخ کې دې ديوال وي. زه زموږ د بهيرونو او زموږ د بنډارونو بازمحمد عابد يادوم. څو ځلې مې ورته ويلي دي چې هلکه بازه! که نور نومونه درباندې دريدلي دي نو باز خو دې خپل نوم دی او د عابد پر ځای د غزلونو په مقطع کې باز راوله. او بيا له تا نه خو هغه ظالم باز نه جوړوو چې د زرکو او زاڼو او سپينو کوترو په وينو يې منگولې سرې وي. باز په موسکا کې راته وايي چې نه، زه د عابد نوم نه بدلوم. ځکه چې دا نوم پر ما باندې ” چا “ ايښی دی.موږ نه پوهيږو چې هغه ښکلی څوک به څوک وي چې باز يې عا
غزل
له چا به مروره وه هغه د سين په غاړهڅپه چې ورته پښو ته پريوته د سين په غاړه د سپينې خولې په طمعه يمه چا ښکلې ساتلیاوس ځکه تېروم هره غرمه د سين په غاړه ته وا که د لونگو کرونده په کې پخه دهسحر او مازيگر يې وي وږمه د سين په غاړه
غزل
چې شرنگ يې د پاوليو شي سندرې زيږويدا ښکلې خو خبرو نه خبرې زيږوي نظر يې د بنگال په کرتبونو کې پوخ کړینازونه چې يې سترگې سحرگرې زيږوي زما د اوښکو څاڅکي بې بها، نه دي يارانود مينې سمندر کې مرغلرې زيږوي نښتر که ترينه لاړه زموږ غرونه دې ژوندي ويپه غېږه کې مماڼې او گرگرې زيږوي
ايډيال
د آرمان زړي مې د زړه پر ځمکهکلونه وشول چې د چا ښکلې په نوم شيندلياو وخت په وخت مې پرې د اوښکو بارانونه کړيخو لا يې تېغ چېرته وهلی نه دیدا کوم هوښيار سړي رښتيا ويليچې په مالگينو اوبو فصل نه شينو څه موده به کيږيچې زه د اوښکو د څڅوبي پر ځاید خيال مويک راواخلمانځورومه د چا ښکلې تصويروختونه اوړي او زما د تخيل غيږې تهخپله ځولۍ کې تصويرونه راوړيد چا ښايست له ټول رنگونه راوړيزه تصويرونو ته په ځير گورمښه په دقت ښه په تدبير گورمزما ايډيال يې ت
بيلتون
زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانهسکڼی ماښام درته يادېږي که نه؟ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانهسكڼې ماښام درته ياديږي كه نه؟ له خپله ځانه او جهانه بې پروا گرځېدود ماشومتوب څومره ښايسته دوره وهچې لاس تر غاړې به له نازه به هوا گرځېدود زلميتوب څومره ښايسته دوره وهلاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانههغه اکرام درته ياديږي که نه؟ اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نهزموږ د کلي مازيگر څنگه دی؟د چټو پيغلو په کې اوس منگي ماتيږي که