د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
د کنړ سيند د مشاعرې خبرتيا
د کنړ سيند په نوم مشاعره چې د ١٣٨٧ کال د حمل په نهمه نيټه چې د جمعې مبارکې ورځې سره سمون خوري، د کنړ په مرکز اسد اباد کې جوړيږي. هغه ياران چې له کابل نه او يا هم د جنوبي او جنوب غربي ولاياتونو څخه راځي کولای شي چې په کابل کې د عيدګاه جومات مخې ته پوره دوه بجې ځانونه راورسوي هلته د ترانسپورت بند و بست شوی دی. بيا به همدا کاروان په جلال اباد کې د پيښور او لوی ننګرهار د فرهنګيانو له کاروان سره يوځاي کيږي. او د کڼر د ښکلي او سمسور ولايت په لور به حرکت کوي.
بهير او عابد
مونږ خپل ډيره فرهنګي ملګري دافغان ادبي بهير په انګړ کې وموندل. هغه مهال چي بهير په پيښور کې دشاه دوشمشيره په ليسه کې خپلې اونيزې غونډې پيل کړې، نو زه هم ديوملګري په ملتيا يوه ورځ دبهير پردروازه ورپيښ شوم. په شمار دولس ، ديارلس تنه به دليسې په انګړکې دشاګردانوپرهغو چوکيوو ناست وو چې له ټولګيوو به بهيروالو راويستلې وې. غونډه لا نه وه پيل شوې، بهيروالو په خپلو منځوکې خبرې سره کولې. شيبه وروسته يوله ونې دنګ ځوان(ارواښادامان الله ساهو) چې پرمخ يي توره برس
باز د مينې په انداز کې
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړهمرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخـــــــلا کړهپه نظـــــر رابانـــدې وڅښــه، د ښکلا د مۍ جامونهاوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړهد زړگـــي پـــه للمــه دښـــته، د ارمـان زړي کرمهد بـــــاران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړهتخـــــيل کـــــــــې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُتبُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړهڅنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې
د زهرو اوبه
د مني په يوه زرين دور چي نظرونه يې تير ايستل د شمالي لبنان د ” تولا“ اوسيدونکي چې يو سهار د کليسا په خوا کر راټول شوي وو، د ” فارس“ په ناببره تری تم کيدو انديښمن وو. دې خبرې ته ټول حيران وو چې هغه څنګه خپله ښکلې او ځوانه ميرمن چې ايله شپږ مياشتې يې کيدې چې په ښه زور او شور کې يې واده کړی وه، پريښوده.” فارس“ د خپلې قبيلې سردار او سرداري ورته په ميراث کې پاتې وه. اوس خو ايله د ٢٩ کلونو و، خو د هغه شخصيت په تول پوره و، ځکه خو يې درناوي او احترام ته قبيلې خلک اړ وو.د پسرلي
غزل
له ناکردو سره چې لوی دې کړمهپه ښه او بدو باندې پوی دې کړمه څله دې زړه رانه منګول کې وړلوڅله له لپو ځينې توی دې کړمه په نه خبره چې مې زړه نری شيد کوم يتيم ماشوم په خوی دې کړمه د باد څپه چې ستا وږمه راوليلکه لونګ جانانه بوی دې کړمه
غزل
څه سر مې خوږيږي، چې ياري کومبس دی نوره خپله غريبي کوم خير دی که په ګرانه راته پريوزيزړه نه دې وباسمه خواري کوم نور به مې د زړه چيرې ونه منمنور به مې د عقل غلامي کوم ښکلو ته به بيا په مينه نه ګورمښکلو سره دغه ناځواني کوم ښار کې به د کلي غوندې نه اوسمښار کې به خويونه بازاري کوم ٢٠٠٨/ ٠٢/ ١٠کابل، افغانستان
د امير صاحب په ميسکال د بهيروالو کره کتنه
راپور: بازمحمد عابدنيټه: ١٣٨٦ کال د تلې ٢٨/ د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ ١٨تلاوت: عطامحمد غيوريد غونډې مشر: ګل اغا احمديميلمه: ايمل يوسفزی د تيرې غونډې راپور: مصطفی باورکره کتنه: د بازمحمد عابد لنډه کيسه ( د امير صاحب ميسکال) وياند: ګل محمد اريوبيد امير صاحب ميسکالسږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر
د امير صاحب مسکال
سږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر کلونه يې د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي، کوټې ته راننوت او له جوړ په خير وروسته يې راته وويل :_ ښه شوه چې په وخت راغلې، قاري صاحب مې هم روژه ماتي ته دعوت کړی دی او سر له نن شپې مو د دريو شپو ختم نيولی، روژه ماتی به په هجره کوو.روژه ماتي ته هم لږ وخت پا
بيا هم په پيښور کې څو يادګاري عکسونه
له کيڼ اړخه: مرحوم استاد قلندر مومند، مصطفی سالک، بازمحمد عابد، اباسين يوسفزی او محمد زبير حسرت په اردو ساينس بورد کې د ساهو ليکونکو مرکه کې د افغان ادبي بهير په يوه غونډه کې له کيڼ اړخه فضل الله حاوي، ارواښاد برکت الله کمين، ناصر فګار او خان محمد سيند.
په پيښور کې د افغانانو د مشاعرو انځورونه
مرحوم امان الله ساهو د ستيج د چارې سمبالوي زرين انځور او محمد يوسف آيينه يې تر څنګ ليدل کيږي. پير محمد کاروان د شعر ويلو په حال کې استاد حبيب الله رفيع شعر وايي، زرين انځور، استاد محمد يوسف آيينه او هميش خليل يې
له نوموړي سندرغاړي بريالي صمدي سره مرکه
بريالی صمدي د پښتو په ځوانو سندرغاړو کې داسې يو نوم دی چې په لر او بر پښتونخوا کې يې د غږ ازانګې خورې دي. بريالي صمدي نه يوازې دا چې په ودونو او محفلونو کې يې د خپل غږ خواږه په اوريدنکو او ليدونکو لورولي دي، بلکې په لسګونو کسټونه يې په سټوډيو کې ثبت کړي دي او کسټونو يې ښه بازار هم پيدا کړی دی. د ٢٠٠٧ م کال د دسمبر په ١٨ نيټه مې ورسره يوه لنډه شان مرکه کړې ده چې دا دی ستا پر وړاندې يې په ليکه کوم.په درنښت بازمحمد عابدعابد: صمدي صاحب تاسې باندې خدای
دا پيښور خو پيښور دی کنه
نور الحبيب نثار او انجنير ستانه مير زهير عابد او انجنير ستانه مير زهير انجنير ستانه مير زهير او نور الحبيب نثار
په دانش خپرندويه ټولنه کې څو انځورنه
نور الحبيب نثار په دانش خپرندويه ټولنه کې ډاکټر حسن او انجنير ستانه مير زهير ډاکټر حسن، عابد او زهير صاحب
غزل
که پردۍ يم درته خپل مې کړه جانانه
غزل
څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانهچا ويل چې رانه هېر شولې جانانه ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست ديسم د پير بابا په څير شولې جانانه ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شيخو چې راغلې رانه تېر شولې جانانه لکه باز کا په کوترې منګول ښخهداسې زړه نه مې چاپېر شولې جانانه ته خو سم د زړه ژ
غزل
ستا له پامه چې لويدلی يم جانانههر قدم کې ښويدلی يم جانانه په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا ويزه په هغه پسې تللی يم جانانه اوس د خلکو مخکې نه درته درګورماوس خو دومره پوهيدلی يم جانانه ستا په لورې چې درځمه ښه خوشحال يمخو خپه درنه راغلی يم جانانه ماته دومره ډېره ډېره مينه راکړهتا چې څومره ځورولی يم جانانه ١٩ ليندۍ ١٣٨٦ک
د مينې شاعر
يادونه: دا ليکنه د علم ګل سحر د کتاب (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) په مخکتنه کې اورول شوې دې بازمحمد عابدعلم ګل سحر هغه روڼ سحر ته ورته دی چې د ژوند د اميدونو ډيوې يې د لمر د وړانګو په لاسونو کې نيولې وي او د مينې لار پرې روڼوي. سحر فطرتاً شاعر دی او شاعري يې په خټه کې اغږل شوې ده. د سحر شاعري او شخصيت لازم او ملظوم دي. څرنګه يې چې شعر له تصنع پاک، له بې ځايه مبالغو نه مبرا او د بې مفهومه سمبولونوپه دام کې نه دی نښتی، داسې يې شخصيت هم سپيڅلی دی، په ناسته ولاړه کې يې تصنع نه ليدل کيږي
افغان ادبي بهير سره زما تړلې خاطرې
شله گي هم تر يوه حده وي، خو په فرهنگي يارانو کې داسې يو شله يارهم کله کله راپيدا شي چې که چيرې يې د ژبې په سر هم درڅخه په يوه ليکنه ژمنه غوندې اخيستي وي، نو بيا دې ورته خدای ( ج) ټينگ کړه. زه دا د کندهار د يارانو له جملې څخه يو يار يادوم چې د ښکلا ډيوه يې په لاس کې نيولې ده، ښار په ښار او کلي په کلي په يارانو پسې گرځي او د هيواد د تياره گوډونو د روښانولو په خاطر ليکنې جلبوي، کله کله خو يې د ښکلا دا سفر له کندهاره واخله تر کويټې او له کويټې نه واخله تر پيښوره د همدې (( ښکلا)) په ښکلې کول
ځوان مرده فرهنګي
د يادولو وړ ده چې دا ليکنه د وکيل شينواري د کتابونو (( زړه کلا)) او (( پنځوس ميلونه)) د مخکتنې په موقع د بهير او رشاد کره کتنې په ګډه غونډه کې اورول شوې ده. بهيروالزه د يو داسې چا په هکله خبرې لرم چې تل يې د پيسو ګټلو پر ځای کيسو ګټلو ته ترجح ورکړې ده، تل يې د خپل فرهنګ او فرهنګي يارانو سره مينه کړې ده او تل يې په دغه ډګر کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي.کله چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور شو او په ځای يې د شر او فساد دوره راغله، په هيواد کې دننه او په ځانګړې توګه د هيواد په مرکز کابل کې په
غزل
تا ته ياد او ما نه هيرڅه دي جانانهزما و ستا تر منځه تير څه دي جانانه که مولا په ګوتو راکړې بيا به ګورواوس دې يو موسکا کې ډېر څه دي جانانه يو خو زما د نظر شپول کې را ايسار يېوايه نور درنه چاپير څه دي جانانه د جهان ښکلي به ډېر په ښکلا ناز کړيستا د يو ادا په څير څه دي جانانه ستا په خوله به مرګی هم له ستوني تير کړيباز ته زهر او ګنډېر څه دي جانانه