د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
يادګاري انځورونه
د معاصر ادب کره کتونکی او کيسه ليکونکی ښاغلی زرين انځور او ذاکر برميال دی چې د ويانا په کنفرانس سره يو ځای شوي وو. انځور صاحب خو ټولو ته مالوم دی چې په جرمني کې استوګن دی خو ذاکر برميال چې له لسو کلونو راهيسي په لندن کې ميشت دی، په پيښور کې زموږ د بهيروالو له جملې څخه و لنډه کيسه او د ځان غوندې ښکلي شعرونه يې ليکل. کله چې زما د بهير د ستيج د اوږد
د سولې ګډې مشاعره کې اخيستل شوي انځورونه
حاجي صاحب داود او عابد ومان نيازی، درويش درانی او غازي سيال ومان نيازی، عابد، درويش درانی، غازي سيال او عبدالله جمال
د ١٩٩٨م کال د مارچ د ٢٢ نيټې ګزارش
دافغان ادبي بهير غونډه د ١٩٩٨ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ٢٢ نيټه چې د ١٣٧٧ لمريز کال د وري د مياشتې دوهمې نيټې سره سمون خوري، د اتوار په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) په ليسه كې د فاتح الملك ننگ يوسفزي په رياست كې جوړه شوه. د غونډې مشر ميلمه بازمحمد دولت زى و او د ستيج چارې بازمحمد عابدتر سره كولې. غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د دوه غونډو گزارشونه، د مبارز څاپي د دوو كتابونو مخكتنې او آزاده مشاعره شامل وو.&nbsp
د ١٩٩٨م کال د مارچ ١٥ نيټه
د افغان ادبي بهير د دريم پړاو اوونيزه غونډه د ١٩٩٨ ميلادي كال د مارچ د مياشتې په پنځلسمه نيټه چې د ۱۳۷۶ لمريزكال د كب د مياشتې د څلرويشتمې ڼيټې سره سمون خوري، د يكشنبې ( اتوار) په ورځ ماسپښين درې بجې د پيښور په شاهين ټاون كې د شاه دوشمشيره ( رح ) د ليسې په انگړ كې دښاغلي زكريا ملاتړ په رياست كې پيل شوه. ښاغلي حيات الرحمن د مشر ميلمه په توگه گډون درلود او بازمحمدعابد د ستيج چارې تر سره كولې. غونډه دقرآن مجيد به څو مباركو اياتونو پرانستل شوه. د غونډې په اجنډا كې د تيرې غون
شمسزی د مينې شاعر
که له يوې خوا د افغانستان لويې غميزې زموږ هيواد ته نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي ، نو له بلې خوا بهرنيو هيوادونو ته د مهاجرتونو لړۍ دا زمينه برابره کړه چی په فرهنګي ډګر کې ډېر څه لاس ته راوړو . د انټرنيټ په نړيوال کلي کې د سلګونو پښتو ويپاڼو تر څنګ په سلګونو سياسي، علمي، فرهنګي، ټولنيز، ادبي او تاريخي کتابونه وليکل شول ، په پيښور کې د کوزې او برې پښتونخوا اديبان په يوه ټغر سره کيناستل او ګډې فرهنګي هلې ځلې يې سر ته ورسولي . هغه وخت په پيښور کې د افغان ليکوالو
د استاد روهي له تابوت سره
د ١٣٨٥ کال د ثور د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د پنجشنبې په ورځ پوره اوه بجې وې چې د رفيع الله نيازي تليفون راغي چې ويل يې زه د ميدان مخې ته ولاړ يم او عسکر مې ميدان ته نه ورپريږدي. زه د ميدان په لور په حرکت کې وم. ورته مې وويل چې زه هم درروان يم خدای به خير کړي. له دې سره مې خبرې نه وې خلاصې چې د پيکار صاحب تليفون راغی. هغه هم سخت جلالي شوی و او نوره يې د عسکرو په وړانډې حوصله له لاسه ورکړې وه. څه د پاسه اوه بجې وې چې زه د ميدان خولې ته ورسيدم. عسکرو يوازې زما کارت وليد او داسې فکر يې وک
وېره
د پيښور په يوه ګن بازار كې مې د ماشومانو د لوبو شيان په يوه كراچي كې د خرڅلاو لپاره ايښي وو. كله كله به مې د ماشومانو د پام را اړولو په خاطر د لوبو له شرنګانو څخه شرنګ هم پورته كاوه. په داسې حال كې چې له يوې ښځې سره درې ماشومان د لوبو د شيانو په خوښولو بوخت وو، د موټر د بريكونو د يوه ناتاره غږ سره د يوه ماشوم غږ مې پام د عمومي سرك پر لور واړوه. و مې ليدل چې د بورد تاكال مزدا بس غبرګ ټايرونه د ماشوم په غبرګو پښو وختل. دې پيښې ته تر هرچا زه نږدې اوم. ورخيز مې كړ، له ماشوم څخه
د سنځل ګل په شپو کې يوه شپه
نن شپه تر ناوخته ويښ ياتې يم. فکر مې پاشانه دی او د لږې شېبې له پاره هم په يوه مرکز نه راټوليږي. څو وارې مې د شعر ليکلو له پاره مصنوعي تخيل جوړ کړ، خو هيڅ نتيجه يې ورنه کړه. شپه د دريم پار نه اوښتې ده. د ميز پر سر راته هغه فلپس راډيو ايښې ده چې د انقلاب په سر کې مې پلار اخيستې وه. تقربياً هغه ټولې راډيوګانې مې اوريدلي دي چې د افغانستان له پاره پښتو خپرونې کوي. رښتيا په دې شپو کې د پاچا د راتلو اوازې ګرمې دي. هر افغان سره دا اميد پيدا شوی دی چې خپل وطن، کلي او کور ته به په خوښۍ ستنيږي&
ظريفې ټوکې او واقعيتونه
ښاغلي مصطفی سالک به په پيښور کې يوې دوه مياشتينۍ مجلې ته وخت پر وخت په شاعرانه تعالي باندې مقالې د حنيف خليل په لاس ليږلې. يوه ورځ يې په خيبر بازار کې د هغې مجلې مسوول مدير سره په داسې حال کې وليدل چې حنيف خليل هم و. سالک پوښتنه وکړه چې . . . . صاحبه تاسې په پښتو شعر کې شاعرانه تعالي څنګه ارزوئ؟د مجلې مدير ورته وويل:کم عقله ته مطالعه نه کوي که نه په دې اړه د افغانستان لوی نقاد پروفيسر مصطفی سالک زما په ميګزين کې په همدې موضوع بلا مقالې ليکلي دي . غالباً د ١٩٩٤ ع کال خبره ده
زه او درويش
کابو ديارلس کاله به کيږي چې ما فرهنګي ميدان ته رادانګلي دي. له هماغه وخته د درويش دوراني له نوم سره آشنا شوی يم. هغه وخت د ده د شعرونو لومړۍ ټولګه چې (( ازغنه لار )) نوميده خپره شوې وه، خو ما لا نه وه لوستې، البته د کوټې او پيښور نه خپريدونکو مجلو پښتو مجلو کې مې د دوراني صاخب شعرونه لوستل او خوند به مې ترې اخيست. کله چې د ده د (( هوا او څراغونه )) په نامه کتاب خپور شو، نو پيښور ته يې د څو تنو يار
ډاکټر صاحب کمال دې کړی دی
د روحانياتو فلسفه وايي چې داسې ډېر انسانان په دنيا کې شته چې روحونو يې په عالم ارواح کې سره آشنايي لرله چې په بيلابيلو زمانو کې د ځمکې پر مخ سره ويني. له هماغه وخته د ځينو انسانانو په لاشعور کې د ځينو نورو هغو روحونو مجسم انځور ناستی وي. تاسې به شايد ورسره مخ شوي ياست. کله چې کوم ناآشنا کس درته مخې ته راغلی وي او جوله يې درباندې ښه لګيدلي وي، نو حتماً به مو يو ټکان خوړلی وي. په ذهن به مو زور راوړی وي او د نوموړي کس د پيژندلو ناکام کوښښ به مو کړی وي. له ډاکټر صاحب سره زما د پيژندګلو کيسه هم د
دا څراغ درسره واخله
د دوه زرم کال خبره ده چې زه په پيښور کې د عرفان کلتوري مرکز نه د خپريدونکې مجلې ” سپيده “ مرستيال وم. دا داسې وخت و چې له هيواده زياتره شاعران او ليکوالان پيښور ته راکډه شوي وو. د ليکنو، شعرونو او مقالو ښه پريماني وه، خو يوه خبره وه چې ځينو ليکوالانو به خپلې ليکنې دوه درې ځايه ليږلې او چې ماته به داسې ليکنې راغلې نو په مجله کې مې نه خپرولې. په کابل کې د ګوتو په شمير چې څو شاعران او ليکوال پاتې وو، يو هم په کې ومان نيازی و. په دوه درې مياشتو کې چې به اجمل پسرلی له کابل نه پيښور
د مينې شاعر
يادونه: دا ليکنه د علم ګل سحر د کتاب (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) په مخکتنه کې اورول شوې دې بازمحمد عابدعلم ګل سحر هغه روڼ سحر ته ورته دی چې د ژوند د اميدونو ډيوې يې د لمر د وړانګو په لاسونو کې نيولې وي او د مينې لار پرې روڼوي. سحر فطرتاً شاعر دی او شاعري يې په خټه کې اغږل شوې ده. د سحر شاعري او شخصيت لازم او ملظوم دي. څرنګه يې چې شعر له تصنع پاک، له بې ځايه مبالغو نه مبرا او د بې مفهومه سمبولونوپه دام کې نه دی نښتی، داسې يې شخصيت هم سپيڅلی دی، په ناسته ولاړه کې يې تصنع نه ليدل کيږي
چې کرې هغه به ريبې
د تاند زلميتوب دور و. تازه تازه پيښور ته په کډه تللي وو. په يوه محله ( کوڅه) کې مو په کرايه کور نيولی و. په کوڅه کې يو زيات شمېر افغان مهاجر ميشت وو. ډيرو يې دکوڅې په بازارګوټي کې دوکانونه په کرايه نيولي وو. که څه هم د مهاجر کلمه يوه ديني ارزښتمنه کلمه ده. د کوڅې په بازارګوټي کې به د هر ځايي اوسيدونکي په خولو کې وه او دي خبرې به زه ډېر ځورولم. که کوم ځوان به له افغان دوکاندار نه په پور يو سګرټ قدر ې هم اخيست، نو په دوکاندار به يې غږ وکړ:_&nbsp
د سفر ملګری
ليکواله : بلقيس رياضژباړه : بازمحمد عابد ثنا د خپلې کوټې المارۍ خلاصه کړه. په هره جوړه جامه به يې لاس تيراوه. يوه جوړه نيمه به يې د لږې شيبې له پاره په ګوتو کې ونيوه او د لږ سوج وروسته به يې له ځانه سره وويل : نه، دا ښه نه ښکاري . کابو نيم ساعت به يې په دې اړولی و چې کومه جوړه واغوندي .ترور يې چيرته د تلو په حال کې وه. د ثنا کوټې ته ورغله او ويې ويل : _ ثنا زه بيګم ترمذي کره ورځم . زما ورتګ ضروري دی . څه مشوره ورسره کوم . ته د حسن کره ورشه، د بيرته راتګ غم مه کوه، زه به در
يو غر راونړيده
د جولای ١٢ نيټه وه چې په دفتر کې د انګليسي ژبې د زده کړې له کورس نه راووتم نو په مبايل مې راته زنګ راغی. د مبايل سکرين ته مې په ځير وکتل، د ځوی نوم مې په سکرين راښکاره وه. هسې خو مې ځوی ماته هميشه مس کال راکوي خو دا مس کال نه و، سم سهی تلفون و، خو ما مس کړ. ځوابي مې ورته زنګ وواهه. هغه اوکی کړ، سيکنډونه اوخښتل خو د يو بل غږ مو نه اوريده، تر ديرش سيکنډو مې هيلو، هيلو، بچيه زما غږ اورې، زه ستا غږ نه اورم که ته زما غږ اورې او کومه خاصه خبره وي نو ماته تلفون وکړ. او په همدې کې تلفون بند شو.
د انځورونويوه تابلو
زه د پښتو په يوه آزاد شعر کې د انځورونو او موسيقيت په اړه خبرې لرم چې ماته خو د اوسهمالي پښتو شعر يوه نادره نمونه ښکاري. دا شعر داسې ژوندي انځورونه په خپله غيږه کې رانغاړي چې قدم په قدم د باذوقو لوستونکو په ذهن کې له واره مجسم شي او هغه د چا خبره په زړه يې چک ولګوي. په زړه پورې يې لا داچې په دې شعر کې په کوم ځای کې انځور روښانه راغلی دی، هلته په شعر کې نه پوهيږم چې شاعر په شعوري توګه او که په غير شعوري توګه شعر د داخلي موسيقيت نه هم برخمن کړی دی، چې وروسته به پرې
افغان ادبي بهير سره زما تړلې خاطرې
شله گي هم تر يوه حده وي، خو په فرهنگي يارانو کې داسې يو شله يارهم کله کله راپيدا شي چې که چيرې يې د ژبې په سر هم درڅخه په يوه ليکنه ژمنه غوندې اخيستي وي، نو بيا دې ورته خدای ( ج) ټينگ کړه. زه دا د کندهار د يارانو له جملې څخه يو يار يادوم چې د ښکلا ډيوه يې په لاس کې نيولې ده، ښار په ښار او کلي په کلي په يارانو پسې گرځي او د هيواد د تياره گوډونو د روښانولو په خاطر ليکنې جلبوي، کله کله خو يې د ښکلا دا سفر له کندهاره واخله تر کويټې او له کويټې نه واخله تر پيښوره د همدې (( ښکلا)) په ښکلې کول
د دوهۍ د بنډارونو شاعر
زه ه د اجمل اند د شعرونو کروندې ته ورننوتم او تر ډېره يې د غزلونو په پوخ فصل کې ښکته پورته وګرځيدم. ټوله شاعري مې ورته ولوسته او په هر پړاو مې ترينه خوند واخيست. خو مخکې تر دې چې د اجمل اند په شعرونو څه نا څه ووايم بده به نه وي چې لږ يې ژوند ته هم تم شوو.اند صاحب د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې د کوز بيار په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي دي. تر اوه کلنۍ پورې په خپل کلي کې پاتې شوی او بيا يې ټوله کورنۍ د لرې پښتونخوا په هنګو کې ديره شوې ده. هماغلته د ملي محاذ په يوه ښو
د ”باز“نامريي ځواك
زموږ په فولکلوريک ادب کې باز تل د لوړ بخت نښه ګڼل شوى دى. که د چا په اوږه به باز کېناست، نو هغه به په فولکلوريکو کيسو کې ضرور واکمن يا پاچا کېده. نو دا دى د ډېرو مودو وروسته د پښتو کيسې پر ځمکه يوه باز ناسته کړې ده. خداى دې زموږ د افسانو دا خبره رښتيا کړي، چې پر اوږه د باز پر ناستې سړى پاچايي ته رسېږي. زه باور لرم چې د پښتو کيسې پر ځمکه د باز پر دې ناستې به د پښتو داستاني ادب مخ پر وړاندې لاړ شي، پرمختګ به وکړي او که خداى کول د پاچايي تر پوړيو به ورسېږي.دغه پښتون بازچې زه يې دا لومړنۍ کيس