د تاند زلميتوب دور و. تازه تازه پيښور ته په کډه تللي وو. په يوه محله ( کوڅه) کې مو په کرايه کور نيولی و. په کوڅه کې يو زيات شمېر افغان مهاجر ميشت وو. ډيرو يې دکوڅې په بازارګوټي کې  دوکانونه په کرايه نيولي وو.  که څه هم د مهاجر کلمه  يوه ديني ارزښتمنه  کلمه ده. د کوڅې په بازارګوټي کې به د هر ځايي اوسيدونکي په خولو کې وه او دي خبرې به زه ډېر ځورولم.
که کوم ځوان به له افغان دوکاندار نه په پور يو سګرټ قدر ې هم اخيست، نو په  دوکاندار به يې غږ وکړ:
_  ته راکړه مهاجره يو سګرټ! شابه کنه ملګري را نه لاړل . ډېر سست او بيکاره خلک يئ . ماتې نه شته يار پيسې  به بيا درکړم.
دا او دې ته ورته جملې به مې د کوڅې د ځوانانو له خولو نه هره ورځ او هر ساعت اوريدې. له همدې وجې مې د کوڅې له سرمستو ځوانانو سره تر ډېره اروا نه ګډيدله.  خو د دې ځوانانو په منځ کې يو کس د کتاب ګل په نوم چې يارانو به يې (کتابې) باله، داسې و چې له هر چا سره يې په اسانه اړيکې ټينګولی شوې. څو وارې  يې له ما سره هم د تعلق جوړولو کوشش کړی و، خو زه يې چندان په کيسه کې شوی نه وم.
يوه شپه چې د ټولې کوڅې برقونه تللي وو، نو په کور کې مې د ګرمۍ له وجې طاقت و نه شو. د کوڅې بازار ګوټي ته راووتم. هلته د يوه بند دوکان مخې ته (کتابې) ناست او چې څنګه يې په ما سترګې ولګيدې، له ورايه يې راباندې غږ وکړ:
_ شهباز خان! دې خوا راشه يار، دا څنګه  زموږ نه ليرې ګرځې، راشه يار چې ګپ شپ ولګوو.
زه په نه زړه د کتابې خواته ورغلم. په ستړي مه شي کې مو اوږې سره وجنګولې . له روغبړ نه وروسته يې را ته کړه:
_ شهباز خانه! زه پوهيږم چې ته ولې زموږ خوا ته نه راځې.
_ څنګه پوهيږې؟
_ آو کنه يار، کله چې په دغه مهاجر يا هاغه مهاجر زموږ د يارانو له جملې نه کوم  يو د مهاجر غږ وکړي، ستا په تندي کې ګونځې وغځيږي. په يمان چې زه مې دې يارانو ته بار، بار وايم چې دا د مهاجر لفظ مه استعمالوئ ډېر افغانان په دې لفظ خپه کيږي ښه خبره نه ده. خو ته ووايه څه وکړي يار، خولې يې اموخته شوي دي. هغه شربتی خو لا داهم وايي چې ولې خپه کيږي . که سل کاله تير کړي هم به د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شي. د انډيا مهاجر وګوره پنځوس کاله يې تير کړل او د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شو.
ما به لا خبرو ته ځان جوړولو چې د کوڅې له کوز سر نه د ډول له غږ سره سم د رڼاګانو يو بهير زموږ په لور راروان و. موږ دواړو ورته يو ځای غوږونه څک کړل. رڼاګانې چې لږې رانيږدې شوې، و پوهيدو چې د چا د نکريزو پروګرام به وي. کله چې د نکريزو سيل موږ ته ښه رالنډ شو، نو کتاب ګل بيا په خبرو خوله پرانستله:
_ يار، وګوره کنه  په دې تپه تياره کې چې د تيلو باتۍ هوا ته پورته کړي او رڼا يې په دې جونو پريوځي، څومره زړه راښکوونکی منظر جوړوي.
_ هو کتاب ګله! منظر خو ښکلی شي.
_ يار، دا جينۍ وګوره، دا چارګل يې چې په پوزه کړی دی دا درته ښيم. څومره ښکلې ده. دا بله وګوره، په دې دنګه پوزه يې بيزوان ډېره مزه کوي. اوهو، دا څه کوي، په يمان يوه يې تر بلې کمه نه ده.
دا ټولې خبرې راته کتابې په يوه ساه په داسې حال کې وکړې چې د نکريزو سيل زموږ له خوانه په تيريدو و او شاه و خوا يې لس دولس ځوانان تيت شوي وو.  ورو مې ورته وويل:
_ کتاب ګله! سمه ده چې ټولې به ښايسته وي. سيال يې هم وکړه، خو دا خوله دې لږه بنده وساته. ته نه ګورې چې لس دولس تنه ځوانان ورسره دي. خدای مه کړه څه جنجال جوړ نه شي.
_ نه يار، ستا دعا په کار ده. دا څه بړواګان دي. دا ټول زه ښه پيژنم، والله د هر يو نه يې درته         . . .  واخلم.
_ هر څه چې ترينه اخلې هغه ستا خپل کار دی، خو دا اوس چې ته کومه خوله خوځوې، په اخلاقي توګه ښه خبره نه ده.
د نکريزو سيل له موږ نه تير شوی و خو کتابې لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې:
_ راپاڅه يار، په دې شاته ګلۍ ( کوڅه) کې د ممتازي د ورور نکريزي دي. ځه چې ځو په ايمان  چې ښه سيال درباندې وکړم.
ما به لا ځواب ته ځان جوړولو چې ناببره مې په يوې ښکلې جينۍ سترګې ولګيدې، چې يوه بوډۍ ښځه يې له لاسه نيولې وه او زموږ تر خوا تيريده. خدای خبر ولې په ځان پوه نه شوم او له خولې مې ورته ووتل:
_ کتاب ګله! هغه د نکريزو ټول سيال يو خواته کړه او د دې جينۍ ښايست اوپيغلتوب   بل خواته کړه. ته وګوره سمه  ښاپيرۍ بدرۍجماله ده.
کتابې له ځمکې نه سترګې راپورته کړې چې ويې کتل ( ناڅاپه يې له خولې ووتل: هلکه خوله به سمه خوځوې ، پام چې نور څه ونه وايې . ما  په خندا ورته وويل : تر اوسه خو  ته دپرديو نجونو په صفتونو نه مړيدې ، دا زما خبره ولې درته بده ښکاره شوه ؟ سريې ځوړند ونيو اوپه ورو غږ يې  وويل:
_ دا يوه مې مورکۍ او دا بله مې خورکۍ ده.

١٣٨٤/ ٤/ ١٩ د کابل منډيي.