د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
چې په خبرو کې د ناز او ادا قند وتړيډېر مين زړونه به په زلفو بند په بند وتړي هلته به زه په خپل وجود باندې باور پيدا کړمکه د لاس نخښه مې څوک ښکلې په مړوند وتړي اوبه اوبه به کړي زما د زړگي واړه شاړهکه په گرېوان راته د سپينو اوښکو بند وتړي
غزل
توره شپه کې ورته جړ مې تور وربل دیخلکه چا د تورې شپې نيولی غل دی بيا يې گونځې په تندي کې غځېدليبيا چې ښکلی راته نه گوري څه چل دی خېر دی لاړه به شي، لږه سا خو واخلهد تلوار
زموږ کلی
ډېره موده وشولهچې ” برکنډو“ باندې د وريځو لړې نه ښکاريږياو د خوړ غاړو کې رېدي راټوکېدلي نه دي ډېره موده وشولهد ” غره زيارت “ ته خلک نه ورخيژېوايي روسانو يې په لارو کې بمونه ايښيچې کليوالو به ثواب لپارهپه لپو لپو ترينه وڅښې اوبههغه ” بزرگه چينه “ اوس وچه ده ډېره موده وشولهچې د گودر لارې مو شړې پرتېځکه زموږ کليوال چېرته په کډه تلليپه بيرته بيا نه راغلل ښه مې په ياد ديد مکتب ها گلالو وړو بهد الفبا سندرهپه ازانگو
غزل
يو څوک گورمه چېرته به وي دنگه ستا په څېرپېدا به نه شي خدايږو غنمرنگه ستا په څير د چا ښکلې په لټه پسې وتی يم له کورهکوڅه په کوڅه گرځمه ملنگه ستا په څېر د وخت غرمو که وسوزوم مينه کې يې پوخ کړمپر سپينه سينه زانگمه لونگه ستا په څير يو ته يې چې د ژوند قرار دې ټول راځنې يوړو؟که
شاعرانه فطرت
ښايي زما شاعرانه فطرت کېله زمانو راهيسېد ښايستونو خالقد مينې کر کړې ويشايد همداسې به ويچې مې د زړه په ځمکهد نفرتونو تخم نه شين کيږياو مينه تل په کې ښېرازه اوسيځکه په نيمه خوله خندا باندې ټول زړه وبايلم
ته مې په خوب ليدلې
ته مې په خوب ليدلېپر افغاني گڼ دې د سپينو روپوټل داسې مزه کوله،لکه د هسک لمن کې ټل ټل وي د سپينو ستوروته مې په خوب ليدلېلکه زيړی مازيگر،د څو شېبو لپاره،پر کاييناتو ښکلا وشيندي په منډه تير شيته مې په خوب ليدلېستا د ښکالو ترنم،زما په زړه کې نرۍ لاره وکړياو بنگړو شرنگا دې لپو نه سندرې شينديته مې په خوب ليدلېپه تور پوړني کې دې سپينې ليچې داسې نغښتې،لکه د اوږد جنگ له سوبې وروسته،سپاهي تيکې ته توره تيره کانديته مې په خوب ليدلېد لوی شکس
يو بيت
داسې خو مه وايه چې نه به گورمځکه چې دا کرښه زموږ په منځ کېد ښايستونو خالق نه ده ويستېنو داسې مه وايه چې نه به گورمزه به ورگورم که روژه وي که اختر که براتځکه چې دا ښکلي زما د غزل توري دييو بيت جوړوي ٢٠٠٠/١/٧
څو درې مسريزي
راځه چې نن خو پټپټانی وکړوچيرته يو ښکلی ماشومتوب پيدا کړوچې څه خو مينې ته بهانه جوړه شي***ځان به د چا د غاړې هار جوړوېناځوانې زه خو دې هير شوی نه يمپه سره جوړه کې څومره ښکلې ښکارې***چې په خبرو قطغن ولگيدهچې د بلۍ په سر کاته گناه شوهراځه چې زړونو کې خو مينه وکړو***اوس چې اوبه له ورخه تيرې شولېنادانې لږ دې په خوله لاس کيږدهپه يارانه کې خو بنگړي ماتيږي د درد د څړيکې په څير لاره وکړهزما په تول وجود خوره وره شهلکه پرهر مې
وروستۍ ټپه
زما د زړه دره کې ستا د يادونو څلید يو شهيد آرمان په څير ولاړ دیاو ستا د خولې وروستۍ ټپه په آزانگو اړويتا ته به ياد وي که نه؟ما درته څه په هنرمندو گوتود سرو او شنو مريو پوښ کې وه رجړومه جوړهاود هيندارې په کونجونو کې مېد خپل نامه توري يو، يو وکرلما ويل چې ته کله کجل پورې کړېنو په ليمو کې به دې وغړيږماو که هيندارې کې تصوير ته گورېستا له تصوير نه به راوټوکيږمداسې به تا سره د مينې په تار ځان وتړمخو داسې کله وشولاو ما نه کله هير دي
د امان الله ساهو په مړينه
دا څه ټکه راپريوتې دا څه ټکه راوپريوتېچې د سر سړي مو وينېڅنگه ژر يې رانه واخليدا څه ټکه راپريوتېد يو غم فصل مو زړونو کې پوخ نه وي بل راشين شيدا څه ټکه راپريوتېچې د سر سيوری پيدا کړوعزرائيل يې په وزرونو کې راټول کړيدا څه ټکه راپريوتېد ” ساهو“ گلونو پاڼېد ” پسرلي “ په غيږ کې زمولي ١٩٩٨/٧/١٥
د اسحاق ننگيال په مړينه
غر او آس يو غر راونړيدههغه دنگ غر چې آسمانڅکو ته يې لاس غځيدهلکه د طور په څير ذره ذره شو****يو آس له پښو ولويدههغه سپين آس چې په يو گام کې به تر ليرې، ليرې ورسيده
غزل
څنگه خاموشه زنده گي ده هنگامه نه شته دینن دې د کلي مازديگره هيڅ مزه نه شته دی په يو ساعت کې په يو رنگ په بل کې بل رنگه ويماته خو خدايږو د دې ښکلو اندازه نه شته دی څنگه ايسار شمه يارانو په دې چم کې څه ديدا وخت به څرنگه تيريږي چې هغه نه شته دی
غزل
داسې مې اوښکو باندې ستا د کوڅې ور وينځلیلکه باران چې بيگا ټوله شپه وي لمر وينځلی دا چې ښکلا راته په هر څه کې څرکونه وهيسهار وختي مې ستا په ښکلي مخ نظر وينځلی په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې په نومد زړگي خُم مې په شرابو د کوثر وينځلی څنگه سرور دی د بر کلي د گودر په غاړهچا به د بنگو په وږمه وي مازديگر وينځلی د بوډې ټال يې په وزرونو کې يو شپول جوړوي
غزل
ښه ډېر په اسانه راته وگورهلږ خو په ما گرانه راته وگوره زه مې نظر ستا په ښکلا وينځمهته او خدای جانانه راته
غزل
نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره دهسندره چې زما د تخيل په تال سپره ده نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورمله کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتليجانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړودا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده د روغې څه خب
غزل
څوک مې په ميو باندې، څوک مې په بنگ نمانځيڅوک مې د تورو سترگو په ښکلي جنگ نمانځي بيا د غزل ملکې، گيډۍ سندرې راوړېچې به په دې عنايت، کوم يو ملنگ نمانځي بيا په وطن سپرلی شو، جونې په سيل ووتېسپينه سينه به د چا په تور لونگ نمانځي ډيوې رڼا دې ورته، د کوه طور ډيوه شيژوند په مرموزه ادا درته پتنگ نمانځي د وطن
غزل
خبره چې په کلي کې شوره شوه څنگه ځې؟کيسه زموږ د مينې چې ښکاره شوه څنگه ځې؟ تصوير دې په کې وځړوه، ياد خو به دې ساتيرڼه مې د زړگي چې آيينه شوه څنگه ځې؟ هن! واخله لږ سرور خو په ليمو رانه يوسهژوندون مې درته ويړه ميکده شوه څنگه ځې؟ سهار و، مازديگر شو اوس ماښام په تيريدو دیايسار
غزل
اور مې کړه شرر کې مې راونغاړهدرد يمه پرهر کې مې راونغاړه وا مې خله د سترگو په کونجونو کېښکليه! نظر کې مې راونغاړه تورو ماښامونو ته مې پرې نه ږدېگوره سپين سحر کې مې راونغاړه
غزل
څه د ژوندون سړو تودو وخوړمڅه د چا مينه کې نشو وخوړم هسې له وخت نه گيله څه له کومخپلو يارانو په پردو وخوړم وطنه ستا له غيږې ليرې، ليرېد پرديسيو ورځو شپو وخوړم هغه خدايي سلام هم نه راکويزه يې غمونو انديښنو وخوړم خپلې خورينگي ته کوترې ويلزه د ”باز“ دوه وو سترگو سرو وخوړم ١٩٩٩/٧/٨
غزل
د ژوند مسته نغمه چې له ربابه راوتلهد مينې ولوله مې له شبابه راوتله زمزم خو به چا نه وي په مينا کې اړولي؟بيگا شپه چې وږمه يې له شرابه راوتله د تندې تلوسه مې وار له واره زياتيدلهها ښکلې چې يارانو له سُرابه راوتله پرون چې د مطرب له ترنگه څه مې اوريدليهم هغه مسئله نن له کتابه راوتله کوم چا به په پنجره کې بنديوانه وي ساتليکوتره خو به ”بازه “ بې حجابه راوتله ١٩٩٩/٦/١٤